کور / راپور / په ننګرهار کي ۲۲ داعشيان وژل سوي دي

په ننګرهار کي ۲۲ داعشيان وژل سوي دي

د ننګرهار چارواکي وايي، چي په خوګياڼو ولسوالي کي ئې د عملیاتو پر مهال ۲۲ داعش وسلوال وژلي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوګياڼی وايي، چي عمليات تېره شپه د خوګيانو ولسوالۍ په زاوي سيمه کي ترسره سوي او ګڼ داعشيان پکي وژل سوي دي.

د خوګياڼي په خبره، په وژل سويو کي د داعش مهم قومندانان هم شامل دي.

نوموړی وايي: “دا عملیات د خوګیاڼو ولسوالۍ په زاوي سیمه کي د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو ترسره کړي دي او د عملیاتو په مهال په وژل سویو ۲۲ داعش وسله والو کې د هغوی یو شمېر قومندانان هم شامل دي”.

ښاغلی خوګياڼی وايي، چي دوه تنه د داعش سره د اړيکو لرلو په تور ژوندي نيول سوي دي.

ننګرهار د داعش وسلوالو يو له مهمو مرکزونو څخه دی، چي درې ورځي وړاندي په شينوارو ولسوالۍ کي هم د طالبانو او داعش وسلوالو ترمنځ پکي جګړه پيل سوې ده.

د طالبانو او داعشيانو ترمنځ د جګړې پر مهال درنه مرګژوبله اوښتې ده، خو دقيقه شميره ئې مالومه نه ده.