کور / راپور / په چمن کي نوی ادبي تنظيم تاسيس کړل شو

په چمن کي نوی ادبي تنظيم تاسيس کړل شو

يؤ ادبي زېری د پښتو ادب پر مينه والو لوروم، له ډېره وخته څخه په سهېلي پښتونخواچمن کي د يوۀ بې پرې او نماينده ادبي تنظيم تشه يا خلا محسوسېدله د دې تشي د ډکولو په خاطردچمن دسيمي بااحساسه اديبان لا له وړاندي دې جدي خبري ته په سلا او مشورو کي کي وو،چي موږ پخپله سيمه چمن کي له اړتياسره سم د پښتو يؤ خدمت ګاره ادبي تنظيم پخپلو ګډو هڅو په وجود کي راولو او يا يې په پښتني هوډ تاسيس کړو،دې پر ځای غوښتني او مثبتي ارزو هغه وخت د عمل پر لور ګامونه پورته کړل،چي کله د روان عيسوي کال  ٢٠٠٨ د جون پر دوويشتمه ٢٢مه نېټه چي ديکشنبې ورځ وه،لمرخپلي توندي وړانګي شيندلې،په
 داسي حال کي چي وخت دماپښين او ماځيګر تر ميانځ د بېلتون په کرښه کشولو بوخت وو، د سيمي ځوانو فرهنګ پالو د نوي ادبي تنظيم د جوړېدو په باب په ويښو ولولو لومړنۍ غونډه رابللې وه،ورسره ورسره غونډه پر ټاکلي وخت تر تاؤدۀ بحث لاندي روانه وه،



د لومړنۍ غونډي اېجنډا
  ———————
د چمن ادبي کهول تر کلکي غوښتني لاندي غوښتنه لري چي پخپله سيمه کي پخپله خوښه موږ بايد ټول اديبان بايد يؤ مرکزي او نماينده ادبي تنظيم تاسيس کړو، يؤ داسي ادبي او فرهنګي تنظيم چي دچمن دسيمي هر اديب او ليکوال ته نه يواځي داچي د منلو وړ وي بلکې د سيمي هر شاعر او روڼ اندی بايد پښتو ته دخدمت په خاطر په دې ادبي تنظيم کي غړيتوب ولري، ورسره  ورسره دا ادبي تنظيم د ښار او سيمي نمايندګي په ګړندۍ توګه سره وکړي، د دې تنظيم يواځينۍ موخه به دا وي چي په ټولنه کي په تر مثبت سوچ لاندي ښېګڼي خپرې کړي او موړنۍ ژبي پښتو ته نه ستړي کېدونکي خدمتونه وکاندي،
هېره دي نه وي د دې لومړنۍ غونډي کوربنۍ چاري عادل اڅکزي پر مخ بېولې د غونډي پېل په تلاوت کلام پاک سره عبدالغفارمظلوم جان وکړ،
ګډونوال
——–
(١) نعمت الله پښتون يار (٢) مطيع الله شاهين (٣) نظرمحمد درمان (٤) عزيزميا (٥) عبدالغفارمظلوم جان (٦) عادل اڅکزی (٧) عبدالخالق اڅکزی
په لومړنۍ ناسته کي ټولو ګډونوالو پخپل وار سره د نوي ادبي تنظيم د جوړېدلو په باب خپل ګټور نظرونه وړاندي کړل،د ټولو د خبرو اساسي ټکي دا وو،چي د چمن په سيمه کي دي د همدې سيمي د ځوان ادبي کهول د تربيې دپاره دي موږ په ګډه او رښتينولي سره يؤ فعاله او کارينده ادبي تنظيم په وجود کي راولو ، چي د سيمي تنکي شاعران او ليکوالان د سيمي د مشرانو ليکوالانو او شاعرانو په مشفېقه پالنيزه سيوري کي وروزل شي،
پرېکړي
——-
(١) د جولای پر لومړۍ يکشنبه چي د ذکر شوي مياشي شپږمه نېټه جوړيږي بايد چي دويمه ادبي ناسته وکړو،
(٢)  په همدې راروانه غونډه کي بايد د نوي ادبي تظيم دپاره په ګډه مناسب نوم وټاکل شي،
(٣)دا اوس راغلي ملګري بايد رارواني غونډي له د ګډون په موخه د سيمي نور ادبي ملګري هم وهڅوي او ورسره دي دسيمي هر ليکوال او شاعر له ځان سره د وړانديز په توګه يؤ يا دوه نومونه راؤړي تر څو په ګډه دې ادبي تنظيم ته مناسب نوم وټاکل شي،
د لومړۍ غونډي پای٠


دويمه غونډه
له پرېکړي سره سم دويمه غونډه بايد دجولای پر شپږمه ترسره شوې وای خو د بعضو اړينو وجوهاتو له امله ادبي ملګرو په ګډه سلا دغه دويمه غونډه دجولای ديارلسمي ته واړوله،
اېجنډا
دغه غونډه د نوي ادبي تنظيم د نوم ايښودولو په باب رابلل شوې وه،
د دې غونډي په رابللو کي تنظيم سازو ملګرو ډېر زيار ګاللی وو هر ليکوال ته يې پر خپل ځای بلنليکونه ورسول ترڅو دوی په غونډه کي خپل ګډون يقيني کړي او ورسره د سيمي د بااحساسه ليکوال په حېث له هر ښاغلي څخه غوښتنه شوې وه چي هغه دي رارواني غونډي له د وړانديز په توګه د تنظيم د نوم ايښودني په باب يؤ يا دوه نومونه راؤړي تر څو نوي ادبي تنظيم ته غوره او مناسب نوم وټاکل شي،
دا دويمه غونډه د جولای پر ١٣مه نېټه ماپښين قضا مهال پېل شوه، هېره دي نه وي داغونډه هم دتېر په څېر په قاضي ملا عبدالسلام کتابتون کي تر سره شول،د دې غونډي کوربنۍچاري هم عادل اڅکزي مخ په وړاندي بېولې، د غونډي پېل په تلاوت کلام پاک سره محمدنبي امېد وکړ،
ګډونوال
(١) حاجي اخترمحمد مېراني (٢) رحمت الله رحمت (٣) انجنېرمحمدنبي امېد (٤) نظرمحمد درمان (٥) عبدالغفارمظلوم جان (٦) مطيع الله شاهين   (٧)  عزيزالله ميا (٨) نعت الله پښتون يار (٩) روزي خان وطنوال (١٠) عادل اڅکزی ،
د دې غونډي د صدارت دنده محمدنبي امېد ته وسپارل شوه،
د چمن د سيمي ليکوالان او شاعران چي د لسو په شمېر کي وو په دې ادبي ناسته کي برخه لرله،لکه چي وړاندي مي ذکر وکړ چي دا ادبي غونډه د نوي ادبي تنظيم د نوم ټاکني په باب رابلل شوې وه، له غوښتني سره سم هر برخه وال له ځان سره د وړانديز په توګه يؤ يا دوه نومونه راوړي وو چي د ټولو راؤړل شوي نومونه پر خپل ځای د قدروني وړ وو، دغه نومونه چي ملګرو راوړي وو قابو د پيځلسو په شمېر کي وو،خو ترتيب څه داسي نيول شوی وو چي يوه درې کسيزه جرګګۍ به د برخه والو په رايو ټاکل کيږي،دغه جرګګۍ به د مشرانو ليکوالانو څخه جوړه وي،جرګګۍ راغلو برخه والو د خپلو رايو له لاري وټاکله، دغه درÛ
  غړي د جرګګۍ دپاره وټاکل شوله، (لومړی) محمدنبي امېد (دويم ) حاجي اختر محمد مېراني (درېم ) رحمت الله رحمت، وروسته دغه جرګګۍ ته د خپل مسؤليت سره سم ټول راؤړل شوي پينځلس نومونه وسپارل شوه تر څو دوی يؤ مناسب او وړ نوم دنوي ادبي تنظيم دپاره په ديقت او ځراکت سره د تړولو دروازو شاته وټاکي، له څه انتيظاره وروسته دا کار په ښه حوصيله سره تر سره شو معنا د نوي ادبي تنظيم دپاره جرګګۍ له خپل مسؤ ليت سره سم نوم وټاکی، کوم نوم چي دې نوي ادبي تنظيم ته وټاکل شو هغه دی
((( پښتو ادبي تړون چمن )))
سر له نن څخه به پښتو ادبي تړون چمن په سمه کي د يوه بې پرې، نماينده او مرکزي تنظيم په حېث کارکوي،د پښتو ژبي د خدمت او په ټولنه کي د ښېګڼو د خپرېدو په باب به له هيڅ راز سپما او کوتاهۍ څخه کار وانه خلي،
ټولو ګډونوالو د خپلو نظرونو څرګندلو په وخت کي د جرګګۍ پر نوم ټاکنه خوشحالي څرګنده کړله ټولو برخه والو ته يې په خپل وار سره مبارکي وويله،ټولو په يوه خوله پر دې نوي نوم د اعتماد اظهار وکړی،
پرېکړي
ا ؛ جرګګۍ پرېکړه وکړه چي د دې نوي ادبي تنظيم نوم به پښتو ادبي تړون چمن وي
ب ؛راروانه غونډه به د پښتو ادبي تړون چمن دکابينې دټاکني په باب وي چي د جولای پر ٢٧ مه نېټه به د ماپښين پر څلوربجې تر سره شي،
د دويمي غونډي پای
————————–
 


ددرېيمي غونډي اېجنډا



داغونډه دپښتو ادبي تړون چمن د کابينې د ټاکنو په باب رابلل شوې وه،کابينه به د رايو له لاري ټاکل کيږي، او د يوه کال دپاره به د تنظيم چاري پر مخ بيايي،
د تنظيم دکابينې د ټاکني داغونډه د ٢٠٠٨م عيسوي کال د جولای پر ٢٧مه نېټه دماځيګر پر پينځه نيمي بجې په ذکر شوي کتابتون کي پېل شوه، چي د سيمي دولسو ١٢ شاعرانو او ليکوالانو ګډون پکي درلودی، د دې غونډي کوربنۍ چاري رحمت الله رحمت پر مخ بېولې، دغونډي پېل په تلاوت کلام الله سره نظرمحمددرمان وکړ،او دغونډي صدارت محمدنبي امېد ته وسپارل شو،
ګډونوال
(١)صادق صبا (٢) يارمحمدسيال (٣) حاجي اختر محمدمېراني (٤)نظرمحمد درمان (٥) روزي خان وطنوال (٦) عبدالغفارمظلوم جان (٧)نعمت الله پښتون يار (٨) لعل محمددرانی (٩)مطيع الله شاهين (١٠) رحمت الله رحمت (١١)محمدنبي امېد (١٢) عادل اڅکزی٠
د نوي ادبي تنظيم (پښتو ادبي تړون چمن) د کابينې د ټاکني په اړوند له هر يوه برخه وال څخه وغوښتل شوه چي هر يؤ دي له خپل نوبت له مخي زموږ سره د ټاکنو مخ کي د ټاکنو په باب خپل ګټور نظرونه شريک کړي چي موږ څه ډول او په څه توګه ټاکني تر سره کړو،
له دې غوښتني څخه وروسته هر ګډونوال خپل خپل ګټور نظرونه د کابينې دټاکني په اړه څرګند کړل چي لارښوني پکي نغښتي وې،د همدې ګټورو نظرونو په رڼا کي دتنظيم د کابينې ټاکني تر سره شوې، لومړی د ټولو برخه والو په غوښتنه د مشرانو ليکوالانو څخه د يوۀ کال دپاره درېکسيزه جرګګۍ يا مشاورتي کونسل د ښکاره رايو له مخي وټاکل شو،
د مشاورتي کونسل غړي
(لومړی) رحمت الله رحمت (دويم ) انجنېر محمدنبي امېد (درېم )حاجي اختر محمدمېراني٠
له دې څخه وروسته د برخه والو لخوا دري کسيزه کابينه په پټو رايو سره وټاکل شوه،
دپښتوادبي تړون چمن د مسؤل يا نماينده په حېث عادل اڅکزی وټاکل شو
د مرستيال په حېث نعمت الله پښتون يار وټاکل شو
د پانګه وال په حېث عبدالغفارمظلوم جان وټاکل شو
د غونډي په جريان کي ټولو برخه والو مشاورتي کونسل او دکابينې غړو ته يې مبارکي وويله او دا ټاکني يې مثبتي او پر ځای ټاکني وبللې،
پريکړي
راروانه غونډه به د پښتو ادبي تړون چمن لومړنۍ د کره کتني ناسته وي،نېټه به د اګست درېيمه ٣مه وي، د يارمحمدسيال غزل به کره کتني ته وړاندي شي،
هېره دي نه وي چي د دغه درېيو واړو غونډو په پای کي به راغلو شاعرانو خپل خپل کلامونه هم سره واؤرول چي په واه واه او بيا ووايې سره به بدرګه کېدله،
شعر
هم پر ژبه ، هم پر خاؤره ، هم پرقام دی
هر پښتون په زړۀ خواخوږی د اسلام دی


 فقط


عادل اڅکزی/چمن پښتونخوا


برېښناليک درک :  adalachakzai@yahoo.com
ګرځنده فون :  00923022245352     03022245352