کور / خبرتیا او پيغامونه / لندن : د افغانستان د خپلواکۍ د ۸۹مي کاليزي په وياړ جشن

لندن : د افغانستان د خپلواکۍ د ۸۹مي کاليزي په وياړ جشن

افغانان خبر دي چې د ٢٠٠٨ م کال د اګست  د میاشتي په ١٨ مه نيټه چې د ١٣٨٧ هجرې شمسې کال د زمري د مياشتې د ٢٨مې سره برابره ده، د ګران هيواد افغانستان د خپلواکۍ د بيرته ګټلو د ٨٩ مې کليزې وياړلی جشن دی٠ زموږ هيوادوال په افغانستان کې دننه او بهر سږنۍ کاليزه په داسي شرايطو کې لمانځي چې په وطن کې د سولي د تامين او بيا جوړوني تر څنګ د هيواد سياسي او پوځي وضعيت پيچلتيا موندلې او د خلکو  کړاوونه  پای ته نه دي رسيدلي٠


باور لرو لکه څرنګه چې ازادۍ خوښونکو افغانانو پر انګريزي استعمار بری وموند ،پر اوسنيو ستونزو به ضرور بر لاسي کيږي٠


له دې کبله  په  بریتانیا کې د اوسيدنکو افغانانو ټولني  پريکړه کړی چې د خپلواکۍ د بيرته ګټلو ٨٩ مه کليزه د ټولني په انګړ کې د يوې پرتميني غونډي د جوړولو په ترڅ کې ولمانځي٠  په دې مناسبت د اوسيدونکو افغانانو ټولنه په لندن کې د ميشتو افغانانو څخه هيله کوي چې د کنسرت او ملي اتڼونو د نندارې او د افغانانو په  وياړلي جشن کې د ګډون په نيت د اګست د مياشتي په ١٧مه نيټه د يکشنبې د ورځی  د مازدېګر په ٥ نيمو بجوتشريف راوړي٠


با احترام


سیدجان  کاروانی


ریس  شورای  اجرائیه
Adress:  Churchil Gardens, London, W3 0JN