کور / راپور / زلمي خليلزاد د طالب استازو سره د شپږم پړاو خبري پيل کړي دي

زلمي خليلزاد د طالب استازو سره د شپږم پړاو خبري پيل کړي دي

تېره ورځ په قطر کي د طالبانو او امريکايي استازو ترمنځ د شپږم پړاو خبري پيل کړې.

طالبانو د يوې خبرپاڼي په خپرولو سره تاييد کړې ده چي تېره ورځ چهار شنبه په قطر کي دوی د امريکايي استازي زلمي خليلزاد سره وکتل.

دوې اونۍ وړاندي تمه وه، چي په قطر کي به د افغان دولت په شمول د طالبانو سره بين الافغاني مذاکرات ترسره سي، خو د افغان دولت له لوري د استازو ۲۵۰ کسيز ليست سره د طالبانو او قطر هيواد د مخالفت له امله دا غونډه لغوه سوه.

د طالبانو او امريکايي استازو ترمنځ پنځله ځلي مخامخ خبري سوي دي، چي د دواړو لوريو په وينا پرمختګ پکي سوی دی، خو تراوسه لا کومه هوکړه نه ده سوې.

په قطر کي د امريکايانو او طالبانو ترمنځ پر داسي مهال خبري کېږي چي دلته په کابل کي د سولي په تړاو مشورتي لويه جرګه روانه ده.

ددغه لويي جرګې سره که څه هم پخواني ولسمشر حامد کرزي، ډاکټر عبد الله عبدالله، حنيف اتمر او  ډېرو نورو سياسيونو مخالفت کړی دی او دا غونډه ئې تحريم کړې ده، خو بيا هم د هيواد له ګوټ ګوټ څخه ورته ۳۲۰۰ کسان د استازو په توګه راغلي دي.

ولسمشر غني وايي، چي د لويي جرګې د رابللو څخه ئې هدف د طالبانو سره د سولي پر لارو چارو او څرنګوالي خبري او مشورې اخيستل دي.