کور / راپور / طالبانو د بهرنيو هيوادونو د استازو سره ليدني کتني ډېري کړي دي

طالبانو د بهرنيو هيوادونو د استازو سره ليدني کتني ډېري کړي دي

طالبان وايي، د افغانستان لپاره د المان هيواد ځانګړي استازي مارکس پوتزيل او ورسره پلاوي د ملابرادر اخوند سره کتلي دي.

په قطر کی د طالبانو د سياسي دفتر څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه کتنه تېره ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کي ترسره سول.

په اعلاميه کي ويل سوي، چي ددواړو لوريو خبري په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو پر شتون، د امريکايانو سره پر مذاکراتو اود ملکي تلفاتو پر مخنيوي باندي متمرکزي وې.

له دې وړاندي د اندونيزيا د بهرنيو چارو وزېري رېنتو ليستاري  هم  په قطر کي د طالب استازو سره  کتلي دي.

په ورته وخت کي د امريکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد هم تېره ورځ قطر ته رسېدلی او د طالب مشرانو سره ئې کتلي دي.

طالبان وايي، چي د زلمی خليلزاد سره ئې خبري پر دې ورټولي وې، چي څرنګه له افغانستان څخه بهرني پوځيان ووځي او په مقابل کي به ئې افغانستان د بهرنيو لپاره امنيتي ستونزه نه جوړوي.

طالبانو د ا مريکايي استازو سره د شپږم پړاو خبري پيل کړي دي، خو لا هم د افغان دولت سره مخامخ خبرو ته نه دي کښېنستلي او د بين الافغاني مذاکراتو څخه ئې نټه کړې ده.