کور / #PTM / په نوښار کي خفيه ادارو يو پښتون افسر وژلی دی

په نوښار کي خفيه ادارو يو پښتون افسر وژلی دی

د خيبر پښتونخوا په نوښار کي يو پوليس افسر نامالومه وسلوالو تښتولی او وروسته ئې وژلی دی.

د سيمي خلګ وايي، چي  دغه پوليس افسر يار محمد نومېدی او  مړی ئې  نن سهار په هديره کي موندلی دی او سترګې ئې تړل سوي وې.

 عيني شاهدان وايي، چي د چهارشنبې په ماخوستن نامالوم وسلوال په تور ګاډي کي راغلل او نوموړی ئې د ځان بوتلو، چي نن سهار ئې مړی په قبرستان کي وموندل سو.

څېړني ښيي، چي نوموړی ځورول سوی ، سترګي ور تړل سوي او بيا په ډزو وژل سوی دی.

که څه هم ددې پېښي پړه کومي وسلوالي ډلي پر غاړه نه ده اخيستې ، خو له دې وړاندي پاکستاني پوځ او استخباراتو د ځايي طالبانو په مرسته پښتانه پوليس او ځايي انتظاميې غړي وژلي دي.

سيمه ايز خلګ وايي، چي په سيمه کي خفيه ادارې د طالبانو تر نامه لاندي پښتانه ځوانان، قومي مشران او پوليس وژني ترڅو په سيمه کي د ترهګرۍ په نوم جګړه عامه کړي.