کور / راپور / مشورتي لويه جرګه ښايي سبا ته هم تمديد سي

مشورتي لويه جرګه ښايي سبا ته هم تمديد سي

په کابل کي د سولي په تړاو د مشورتي لويې جرګې نن څلورمه ورځ ده، تمه وه چي دا جرګه به په همدې څلورمه ورځ نهايي پرېکړه کوي، چي د طالبانو سره څه ډول سوله وسي او د افغان استازو نظرونه څه دي.

خو داسي مالومېږي چي لویه جرګه به يوه ورځ بله هم وغځېږي او نهايي پرېکړه به سبا د جمعې په ورځ خپره سي.

د لويي جرګې د کمېسون مشر محمد عمر داودزي پرون چهارشنبه وويل،  که چيري نن (چهارشنبه) د ورځي تر اخير پوري د لویي جرګې کمېټې خپل راپورونه عمومي کمېسون ته وړاندي نه کړي، نو ښايي جرګه به وغځېږي.

نوموړي وويل: “که چېري  نن ټوله ورځ کمېټې خپل کارونه مخته یوسي او د پنجشنبې په ورځ راپورونه ورکړي، نو په‌دې صورت کي کېدای سي چې یوه ورځ یا نیمه ورځ لویه جرګه تمدید سي.”

بل خوا د لويي جرګې مشر استاد عبدالرب رسول سياف وايي، تر هغو چي د جرګې ټول غړي پرې سلا سوي نه وي، ددې جرګې وروستۍ اعلاميه به خپره نه کړي.

ښاغلي سياف وويل: “موږ د ځان څخه کومه حنجره نه ‌لرو، نن دا زموږ حنجره هم تاسو ته تسلیم ده. دا زموږ حنجره به ستاسو لپاره یو لوډ سپیکر وي. له ځانه موږ هېڅ شی د دې جرګې څخه بیرون نه باسو.”

هغه یو وار بیا ټینګار وکړ چي دا جرګه د هېچا په پلوۍ کمپاین نه‌کوي، بلکې یوازې د سولې هدف تعقیبوي.