کور / راپور / کندهار: په ارغنداب ولسوالۍ کي اووه ښوونځی جوړېږي

کندهار: په ارغنداب ولسوالۍ کي اووه ښوونځی جوړېږي

د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کي د ۷ بابه ښوونځيو د تعميرونو د جوړولو د بنسټ ډبري کښېښول سوې.

د پنجشنبې په ورځ په ارغنداب ولسوالۍ کي د کندهار ولايت مقام د مرستيال عبدالحنان منيب لخوا د ۷ بابه ښوونځيو د تعميرونو د جوړولو د بنسټ ډبري کښېښول سوې، چي پرمهال يې د يو شمېر دولتي ادارو مسؤلينو او استازو او د دغه ولسوالۍ قومي مشرانو ګډون کړی وو.

 په مراسمو کي د ولايت مقام مرستيال ووپل، چي دا د جمهور رئيس محمد اشرف غني ځانګړې پېرزوينه ده، چي ۶ زره ښوونځۍ يې د هيواد په کچه منظور کړي دي،چي په خبره يې د يادو ښوونځيو له جملې څخه ۶۰ د کندهار لپاره ځانګړي سوي وې، خو د ولايتي ادارې په هڅو او زياتو کوښښونو د دغه ښوونځيو شمېر ۱۰۴ ته ورسېدی.

 

نوموړي وويل، چي دغه ښوونځۍ د ارغنداب ولسوالۍ په بېلابېلو ۷ کليو کي جوړېږي او له جملې څخه يې ۶ ښوونځۍ د ولسي تړون د ملي پروګرام له لوري د اقراء برنامې په چوکاټ کي جوړېږي، چي ورباندي ( ۲۶۹۳۱۵۶۳ ) افغانۍ ورباندي لګښت راځي، هغه زياته کړه، چي پاته يوه ښوونځۍ د ښار او کور جوړلو د رياست لخوا جوړېږي، چي ۱۲ ميليونه افغانۍ لګښت ورباندي راځي .

 د هغه په خبره چي د یادو ښوونځيو د جوړیدو چاري ( ۳۴۱۰ ) کاري ورځي په بر کي نيسي، چي ځايي خلګو ته به د کار کولو زمينه هم پکښي برابره سي.

دغه راز ښاغلي منيب وويل، چي د دغه ښوونځيو په رغېدو سره به په ارغنداب ولسوالۍ کي له ۲۶۰۰ څخه زيات زده کوونکو ته د درس ويلو لپاره د منظم چاپيريال زمينه برابره سي، د نوموړي په خبره، چي په يادو ښوونځيو کي د اړتياوړ ټول سهولتونه په پام کي نيول سوي دي.

د کندهار ولايت مقام مرستيال د ځايي اوسېدونکو څخه غوښتنه وکړه، چي د يادو ښوونځيو په ساتنه کي هڅه وکړي او د خپلو کورنيو او سيمو ماشومان دې ته وهڅوي، چي زده کړي پکښي ترسره کړي.

دغه راز د ځايي مشران هم د يادو ښوونځيو په جوړولو خوښ ښکارېدل او د ولايتي او مرکزي ادارو له مسؤلينو څخه يې ځانګړې مننه وکړه، چي د دوئ د ماشومانو لپاره يې ښوونځۍ منظور کړي او جوړوي يې، همدارنګه يې له خپلو اړخونو ډاډ څرګند کړ چي په نظارت او ساتنه کي به يې بشپړه همکاري کوي، چي ترڅنګ به يې خپل ماشومان هم زده کړو هڅوي.