کور / راپور / دفاع وزارت: د مسعود اظهر په تور ليست کي شاملول د افغانستان پر ثبات ښه تاثير لري

دفاع وزارت: د مسعود اظهر په تور ليست کي شاملول د افغانستان پر ثبات ښه تاثير لري

د افغانستان د دفاع  وزارت وايي، چي  د ملګرو ملتونو لخوا د پاکستانۍ ترهګري ډلي مشر مسعود اظهر د ترهګرو په ليست کي شاملول به د افغانستان د امنيت سره مرسته وکړي.

ددغه وزارت وياند قيس منګل وايي:

“دا چي د جېش محمد ډلې مشر د نړیوالو ترهګرو ډلو په لېست کې شامل سوی موږ ئې هرکلی کوو، د افغانستان په ځینو ولایتونو کي دغي ډلي تروریستي حملې کړي، په تور لېست کي شاملول به ‌ئې په افغانستان کي پر فعالیت اغېز وکړي او راکم به سي.”

مسعود اظهر د جيش محمد په نوم د يوې پاکستانۍ ترهګري ډلي مشر دی، چي تېره ورځ ملګرو ملتونو تور ليست ته ور وغورځاوه.

د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې پاکستان کې مېشتې وسله والې جیش محمد ډلې مشر مسعود اظهر د نړیوالو ترهګرو په لېست کې شامل کړ.