هند وايي، پاکستان دي نړيوال تور ليست ته واچول سي
Aziz Rahman Hazim
هند وايي، پاکستان بايد په تور ليست کي شامل سي، ترڅو د ترهګرۍ مالي سرچيني وچي سي او دا به د ترهګرۍ پر وړاندي د نړيوالي مبارزې يو ډېر اغېزمن اقدام وي.
د هند د ماليې وزير ايرون جيټلي نن خبريالانو ته په يوې غونډه کي وویل، چي پاکستان بايد د خړ ليست څخه تور ليست ته وغورځول سي.
ښاغلي جيټلي وويل، دوی به د FATF ته وړانديز وکړي چي پاکستان د ترهګرو د مالي مرستي په خاطر تور ليست ته ور اضافه کړي.
FATF نړيواله اداره ده، چي په نړۍ کي د ترهګرو د مالي سرچينو او عائد په شنډولو کي هلي ځلي کوي.
دغه اداره به په روانه مياشت کي يوه غونډه ولري او په نړۍ کي د ترهګرو د مالي سرچينو په تړاو به خپل راپور وړاندي کړي.
يادي ادارې څو مياشتي وړاندي پاکستان د ترهګرو سره د مالي مرستي په تور په خړ ليست کي شامل کړی.
د خړ ليست څخه هدف دادی چي دا به پاکستان ته يو ګوتڅنډنه وي، چي د ترهګرو د ملاتړه لاس واخلي، که چيري پاکستان خپلو کړنو ته ادامه ورکړی، نو پاکستان به د خړ ليست څخه تور ليست ته ور واچول سي.
د هند د ماليې وزیر وايي، چي پاکستان لا هم د ترهګرو مالي او ځاني مرستي کوي او نړيوالو ته ئې ګواښ پېښ کړی دی، نو په همدې اساس هند هڅه کوي پاکستان په اقتصادي ډګر کي لا نور منزوي کړي.