کور / د ډيورنډ کرښه / مومند قومي مشران: پاکستاني ځواکونه د پښتنو عزت ته په سپکه ګوري

مومند قومي مشران: پاکستاني ځواکونه د پښتنو عزت ته په سپکه ګوري

د مومندو مشران نن ورځ د هغې پېښي په احتجاج کي راټول سوي وه کومه چي د اپريل پر ۳۰ نېټه د موندو په  مامد ګټ زيارت کلي رامنځ ته سوه.

دوې ورځي وړاندي په زيارت کلي کي يوه پاکستاني سرتېري غوښتل د پښتنو يوې کورنۍ ته په زور ننوځي، خو د همدې کورنۍ يوې پښتتې ښځي ياد سرتېری په ډزو وواژه.

د مومندو ځایي مشرانو له دغې پېښې وروسته په احتجاج کي وویل، چي په دې وروستیو کې دا څلورمه پېښه ده چي امنیتي عسکر، پوځ او ملېشه ئې کورونو ته بې له اجازته ننوځي او د کور پرده او ستر ماتوي.

د مومندو یوه ځایي مشر جنګرېز مومند وایي په قبایلي سیمو کې په کورونو د چاپو وهلو او د لټون په عملیاتو کې امنیتي عسکرو د دوی د کورونو د چادر او چاردیوارۍ خیال نه دی ساتلی: ”د فاټا، د پاکستان او آن د نړۍ په تاریخ کي به هم داسي ظلمونه نه وي سوي څنګه چي د پښتنو په سیمو کي زموږ خویندو او میندو سره وسو او کېږي، په مومندو او خېسور کي چي څه وسول، له دې وړاندې هم داسي پېښي سوي دي، هغه څوک چي ځان ته د قانون او د ملک ساتونکي وایي دا کارونه هم د هغوی له اړخه سوي دي.”

د مومندو یو بل تن وایي، وروستۍ پېښي ټول ولس ډېر خپه کړی دی او که چيرې هغې ښځي ته چي امنیتي عسکر ئې وژلی څه تاوان ورسید نو ټول قام به راپاڅي: ”که دې کورنۍ یا دې ښځې ته څه نقصان ورسید نو موږ به اعلانونه کوو، ټول مومند قام به راوباسو او یو لوی احتجاج به کوو.”

همداراز پر خواله رسنيو (د پښتنو ښځو سپکاوی بند کړئ) هشټګ خورا ډېر کارول سوی دی.

پاکستانی پوځ د ترهګرو ځپلو په نوم د پښتنو په سيمه کي عمليات کوي او د پښتنو ځوانه طبقه او مخکښ کسان اختطافوي او ژوند ته ئې ګواښونه پېښوي.