کور / سياسي / د پښتنو پر ناموس برید، د هغه سزا او اوسني حالات

د پښتنو پر ناموس برید، د هغه سزا او اوسني حالات


څنګه چې د نړۍ اکثر قومونه د خپل سر، مال او عزت ساتنه غواړي، همدغسې پښتون قوم هم د خپل سر، مال او عزت ساتنه او ژغورنه غواړي. پښتانه پر خپل سر او مال تېري کوونکي د ننواتې او جیرګې په وسیله بخښلای شي، خو پر خپل عزت تېري کوونکي اکثر نه بخښي بلکې له هغوی غچ او بدله اخلي، ځکه چې په پښتونولۍ کې قتل د بخښنې وړ جرم دی خو د ښځو بې عزتي د بخښنې وړ نه ده او د دې جرم ازاله او تاوان پیسه نه بلکې بدله اخیستل دي. د پښتنو په تېر پینځه سوه کلن تاریخ کې له پینځو غټو پېښو د دې خبرې اندازه په ښه توګه لګېدای شي چې پښتانه خپل ناموس تر خپل سر زیات پاک او سپېڅلی ګڼي او د دې د ژغورنې لپاره هر څه کولای شي.

1. په 1553م کال کې چې پښتون جنرل حاجي خان د واک پر سر د سوري ټبر له خپلمنځي جګړې ناهیلی او مایوسه شو نو له خپلو لس زره ملګرو سره ګجرات ته روان وو، چې د افغان حکومت کمزورۍ ته په کتو د چتوړ ریاست راجه اودې سینګ له نیوي زره (90000) پوځ سره په جودپور کې د حاجي خان مخه ونیوله او له حاجي خانه یې وغوښتل چې د هغه هندواڼۍ نوکره ور وسپاري او لس لکه روپۍ ورکړي. د لسو زرو پښتنو لښکر د خپلې هندواڼۍ نوکرې د عزت په خاطر له نیوي زره راجپوتانو سره سخته جګړه وکړه او هغوی ته په ماتې ورکولو یې خپله لاره پرانیسته. په دې جګړه کې 950 پښتانه شهیدان شول او 4000 راجپوتان یې و وژل.
سرچینه: مېجر راورټي، نوټس ان افغانستان-1888، 641م مخ.

2. په 1625م کال کې مغول کمانډر ظفرخان د احداد روښاني په نامه پښتون شهید کړ او وروسته مغولو عسکرو غوښتل د هغه لور ته بې عزتي ور واړوي، خو هغې زړورې پېغلې د کلا له دېواله مځکې ته را ټوپ کړل او ځانوژنه یې وکړه. د دې د بدل اخیستو لپاره پښتنو په خیبر کې پر همدې مغول جنرل ظفرخان باندې برید وکړ او جګړه یې ورسره پیل کړه، خو جنرل ظفرخان خپله ښځه او بچي پرېښوول او د جګړې له میدانه وتښتېد. پښتنو د هغه د ښځې بزرګ خانم په ګډون د هغه د کورنۍ ټول کسان ونیول او بیا یې تر بخښنې غوښتلو وروسته بیرته خوشي کړل.
سرچینه: کیخسرو اسفندیار، دبستانِ مذاهب، 1656م کال، 319م مخ.

3. په 1672م کال کې مغول عسکرو د ساپي قبیلې د یوې ښځې د بې پته کولو هڅه وکړه، د ښځې خپلوانو درېواړه عسکر و وژل، په دې کار سره مغول پوځي افسر حسین بېګ او صوبه دار امین خان پښتنو ته د سزا ورکولو پرېکړه وکړه. پښتنو هم د خپلو دوو اتلانو ایمل خان او دریا خان اپریدي په مشرۍ د خپل عزت د غچ اخیستلو لپاره د 1672م کال د اپرېل پر 18، 19 او 20 مغولو ته په خیبر کې کلکه ماتې ورکړه او د امین خان د ښځې په ګډون یې ډېرې ښځې ونیولې، چې بیا یې د مغولو تر بخښنې غوښتلو وروسته ور خوشې کړې.
سرچینه: مېجر راورټي، نوټس ان افغانستان- 1888، 41- 42م مخونه.

په خیبر کې له مغولو سره د دې جګړې په اړه خوشحال بابا وایي:

پښتنو زلمیو بیا لاسونه سره کړه
لکه باز منګولې سرې کړي په خپل ښکار
د خیبر دره یې سره کړله په وینو
په کړپه یې هم روان کړ دندوکار
درست پښتون له کندهاره تر اټکه
سره یو د ننګ په کار پټ او اشکار
اول جنګ د لوړې شا د تهترو وو
چې څلوېښت زره مغول شو تار په تار
خویندې لوڼې یې په بند د پښتنو شوې
اس، اوښان، هاتیان اولجه قطار قطار
ایمل خان دریا خان دواړه مرګ یې مه وای
هیڅ تقصیر دواړو و نه کړ وار په وار
اولسونه چې سند و بله وکړي
بادشاهان ورته سجود کاندي اختیار
بله هیڅ لیدله نه شي په دا منځ کې
یا مغول له منځه ورک یا پښتون خوار
پښتانه چې نور څه فکر کړي ناپوه دي
بې د تورې خلاصی نه شته په بل کار
مرګ زما په پوهه ښه تر دا ژوندون دی
د عزت سره چې نه وي زیست روزګار

او یو بل ځای خوشحال بابا وایي:

کال د غفج وو په خیبر کې هورې
مغولې بندې شوې هم کونډې بورې
مهمند، شینواري څو اپریدي وو
واړو وهلې د یادو تورې

4. له 1826م تر 1830م کاله پورې پښتنو د هندوستان د وهابي مشر سید احمد برېلوي په فتوا د خپل پښتانه واکمن سردار یارمحمد او سلطان محمد دراني په خلاف پاڅون ته د جهاد نوم ورکړ. د خپل پښتانه حکومت یې ختم کړ او په 1830م کال کې یې سید احمد د هغه وخت د سرحد صوبې امیرالمؤمنین جوړ کړ، خو کله چې سید احمد له پښتنو د خپلو “هندوستاني مجاهدینو” د ودونو لپاره په زوره د نجونو غوښتنه وکړه، نو پښتنو د خپل عزت د ساتنې په خاطر د ازادۍ د جګړې پرېکړه وکړه او پټ په پټه یې دا فیصله وکړه چې کله د جګړې تیاري بشپړه شي نو د شپې به د پښتونخوا د ټولو غرونو پر سرونو اور بلوي چې دا به په دا بله ورځ د جګړې د پیلېدو نخښه وي. د 1830م کال د نومبر په یوه شپه د جګړې د اعلان لپاره پر غرونو اورونه بل شول او په دا بله ورځ جګړه پیل شوه چې په څو ورځو کې یې تقریباً ټول وهابیان و وژل خو د دوی ښځو ته یې حتی لاس هم ور نه ووړ.
سرچینه: ډبلیو- ډبلیو هنټر، دي انډین مسلمان، 1878م کال، 18م مخ.

5. د 1923م کال د مارچ پر 5مه مشهور انګرېز افسر هېنډي سایډ په دره ادم خېل کې د بوستي خېل کلي د محاصرې په وخت د اپریدیو ښځو تلاشي واخیسته، د دې د بدل اخیستلو لپاره عجب خان اپریدي د همدې 1923م کال د اپرېل پر 14مه د کوهاټ پوځي چاوڼۍ ته ننووت او د کرنل ایلس لور مولي ایلس یې وتښتوله، چې بیا یې د انګرېزانو تر بخښنې غوښتلو وروسته بیرته په عزتمنه توګه خوشې کړه.
سرچینه:‌جیمز ډبلیو سپېن، د پښتنو تاریخ، 1963م کال، 313م مخ.

په زړه پورې خبره دا ده چې د پښتنو بې عزتي کوونکو هندوانو، مغولو او انګرېزانو به خپلې ښځې د جګړې پر میدان پرېښوولې او د سر ساتلو په خاطر به وتښتېدل، خو پښتنو به د دوی نیولې ښځې بیرته په عزتمنه توګه ور خوشې کړې.

د باچا خان په وینا د پاکستان تر جوړېدو وروسته هم داسې ډېرې پېښې شوې دي، خو د پښتنو پر احتجاج او غوښتنه برسېره حکومت ورباندې غلی پاته شوی دی. د ترهګرۍ پر نامه په روانه جعلي جګړه کې هم په سلګونو پېښو کې د پښتنو ښځو د عزتونو د لوټلو هڅې شوې دي. د حیرانۍ خبره دا ده چې ترهګرو پښتانه سړي وتښتول، ویې وژل او غاړې یې ور پرې کړې خو د دوی پر عزت یې تېری ونه کړ، مګر پاکستاني پوځ نه یواځې پښتانه و وژل، ویې تښتول، بې کوره یې کړل، کورونه یې ولوټل بلکې د دوی پر عزت یې هم تېری وکړ.
اکثر پښتنې ښځې او کورنۍ د بدنامۍ له ډاره داسې پېښې نه را برسېره کوي او خوله ورباندې پټوي، ځکه خو خلک له داسې جرمونو هغه وخت خبرېږي چې د کومې داسې پېښې پټول امکان ونه لري یا کومه ښځه او کورنۍ داسې پېښه په ښکاره بیان کړي. موږ یواځې پینځه داسې پېښې وړاندې کوو چې له کبله یې اغېزمنو ښځو، د دوی کورنیو او پر وطن مینو پښتنو د بدنامۍ پروا ونه کړه او احتجاج یې ورباندې وکړ او له پوځه یې د دغو پېښو د پلټنو او د ذمه واره کسانو په خلاف د قانوني ګام غوښتنه وکړه، خو پوځ هر ځل دې ته د پروپیګنډې نوم ورکړی او سترګې یې ورباندې پټې کړې دي.

1. د پېښور د ګړي غلام رسول پر اوسېدونکو لس کلنو یتیمو نجونو شکیلې او بسمینې باندې یوه پاکستاني پوځي جنسي تېری وکړ، مېډیا دې پېښې ته کورېج ورکړ، په رسالپور تاڼه کې یې ایف ای آر درج شو خو هیڅ ونه شول او اغېزمنہ کورنۍ خاموشه کړ‎ل شوه.

2. په مالاکنډ ډیویژن کې د پښتنو نجونو د تښتونې او جبري بې عزتۍ په خلاف د جمعیت علمای اسلام د هغه وخت سنېټر مولانا ګل نصیب پریس کانفرنس وکړ، خو نه د دې پېښې څه پلټنه وشوه او نه له تورنو کسانو پوښتنه ګروېږنه وشوه.

3. په تېر 2018م کال کې په کورمه کې یوه پوځي د یوې ښځې د بې عزتۍ هڅه وکړه، کله چې اغېزمنې کورنۍ او ځینو وطندوسته پښتنو ورباندې احتجاج وکړ، نو پوځ دا یوه پروپیګنډه وګڼله او پر پېښه یې پرده واچوله.

4. سږ‎ کال پہ جنوري کې د شمالي وزیرستان په خیسور سیمه کې د حیات خان په نوم یوۂ ماشوم خلکو ته د پوځ له خوا د خپل کور د بې عزتۍ په اړه وویل، چې بیا د سیمې وطندوسته پښتنو او وزیر قبیلې له پوځه وغوښتل چې د دې پېښې پلټنه وکړي او تورن کس ته سزا ورکړي، خو پوځ د پخوا غوندې لومړی دا یوه پروپیګنډه وګڼله، وروسته یې د حیات خان پلار- چې له دوی سره بندي وو- خوشی کړ او بیا یې د زر او زور په وسیله پر دې خبره پرده واچوله.

5. اوس یو ځل بیا د مې میاشتې پر لومړۍ نېټه د مومندو ضلعې په ساپي سیمه کې یوۂ عسکر د یوې ښځې د عزت لوټلو هڅه وکړه، د بیا بیا منع کولو برسېره چې هغه عسکر په زوره کور ته ور ننووت، نو هغې زړورې ښځې د خپل عزت د ژغورلو په خاطر ډزې ورباندې وکړې او ویې واژه. د مومندو قبیلې خلک او نور پښتانه د دې پېښې په خلاف په احتجاج دي، خو پوځ د تېر په څېر دا یوه پروپیګنډه ګڼي او د پیسو او زور له لارې د دې معاملې د پټولو او ختمولو هڅه کوي.

ځینې خلک داسې پېښې د څه خلکو شخصي عمل ګڼي، خو پوښتنه دا ده چې که دا د دغو کسانو شخصي عمل وي نو پوځ دغو کسانو ته د سزا ورکولو پر ځای د دوی ملاتړ ولې کوي او مظلوم پښتانه پر داسې پېښو د اواز اوچتولو په تور غدار ولې ګڼي؟
دا تازه پېښه د مومند قبیلې په سیمه کې شوې ده، مومند د مغولو، سیکانو او انګرېزانو په خلاف د ازادۍ په جګړه کې د مخ په کتار کې جنګېدلي دي، نن یو ځل بیا یوې پښتنې ښځې نړۍ ته د خپلې قبیلې تاریخي کردار ور ښکاره کړ. څرګنده دې وي چې د مغولو خلاف په جګړو کې د مومندو د قربانیو او زړورتیا ذکر خوشحال خان بابا بیا بیا کړی دی:

په دا کار کې چې چا و وهلې تورې
په مهمندو باندې مۂ شه میندې بورې

چې د روه په ملک کې ښه پښتون یادېږي
نن مهمند، بنګښ، ورکزي او اپریدي دي

نن د واړو پښتنو بهتر مهمند دي
هغه هم و واړه خلکو ته څرګند دي

د داسې پېښو بیا بیا کېدل او تکرارېدل د زغم وړ نه دي، پوځ ته پکار ده چې د داسې پېښو د پټولو پر ځای د تورنو کسانو په اړه پلټنه وکړي او هغوی ته عبرتناکه سزا ورکړي، که نه وي پښتون قوم به د خپل تېر تاریخ غوندې د خپلې هرې بې عزتۍ بدل واخلي. د پښتنو د محکومولو او تر واک لاندې ساتلو لپاره چې ریاست کومه د ډار فضا جوړه کړې وه هغه اوس ختمېدونکې ده. نور پښتانه سره یو کېږي او ډار یې ختمېږي او د غني خان په وینا د هر پښتانه له زړه چې ویره ووځي نو د نومیالي اتل ایمل خان پلار ځنې جوړ شي.

د پښتو لاره صفا ده په کې هیڅوک نه پرېوزي
هر پښتون د ایمل پلار دی خو چې ویره ترېنه وزي

اوس پښتانه د خپل سر او مال پروا نه کوي، ځکه چې د خوشحال بابا پر وصیت عمل کوي او هر پښتون اوس دا وایي:

مرګ زما په پوهه ښۂ تر دا ژوندون دی
د عزت سره چې نۂ وي زیست روزګار

لیکوال: الف.م