کور / تازه خبرونه / پروېز مشرف: انتخابي حكومت ته دوې مياشتي وخت وركړ

پروېز مشرف: انتخابي حكومت ته دوې مياشتي وخت وركړ


جمهور رئيس پروېز مشرف تېره ورځ د پاكستان انتخابي حكومت ته دوې مياشتي وخت وركړ، چي په دې موده كي د روان بحران په اړه خپلي پاليسۍ واضح كړي.
جنرال مشرف وايي هيواد يې له انزوايي حالت او ژور سياسي او اقتصادي بحران سره مخ دئ، چي جمهوري حكومت بايد خپلي سالمي پاليسياني د پاكستان د ملي ګټو په نظر كي ساتلو سره ولس ته څرګندي كړي.
مشرف زياته كړه چي په قبايلي سيمو كي د عملياتو كول يا نه كول د انتخابي حكومت مسئوليت دئ، خو هيڅ يوه بهرني ځواك ته په پاكستان كي د عملياتو اجازه نسته.
جنرال مشرف د ترهګرۍ خلاف له پاكستان سره د امريكا مرستي بېخي لږ وبللې او له امريكا څخه يې وغوښتل چي له پاكستان سره مرستي نوري هم زياتي كړي.
د پاكستان جمهور رئيس جنرال پروېز مشرف چي له څو مياشتو راهيسي يو ډول خاموشه او تر ډېره حده د ميډيا له خولې څخه ګوښه شوى و، دا لومړى ځل دئ چي د جمهوري حكومت ته د پاكستان د روانو حالاتو په اړه وخت ايږدي.