کور / تازه خبرونه / هند: له پاكستان سره مو اړيكي تر بدو بدتري دي

هند: له پاكستان سره مو اړيكي تر بدو بدتري دي


د هند د بهرنيو چارو وزير شيوشنكرمنين وايي د پاكستان او هندوستان خپلمنځي اړيكي د تېرو څلورو كالو په نسبت خورا نازك حالت ته رسېدلي دي.
هغه وويل د پاكستان سره دا ډول اړيكي د دواړو هيوادونو تر منځ پر سوله ايزو هلو ځلو بد تاثير كوي.
ښاغلى شنكر منين په داسي حال كي د پاكستان او هندوستان ترمنځ د اړيكي پر بدوالي ږغېږي، چي ټاكل سوې ده نن د سارك سازمان په غونډه كي چي په سريلانكا كي دايرېږي د هند او پاكستان لومړي وزيران من موهن سنګ او سيد يوسف رضا ګيلاني سره وويني.
ښاغلي شنكر منين چي خپله هم د سارك سازمان په سرمشريزه غونډه كي د  ګډون په خاطر كولمبو ته رسېدلى دئ، وايي: په كابل كي د هند پر سفارت د پاكستان حمله او له هند سره پر سرحد ځينو بريدونو د پاكستان او هند اړيكي تر بدو هم بتري كړې.