کور / تازه خبرونه / پكتيا: په خپل ماين درې تنه ووژل شول

پكتيا: په خپل ماين درې تنه ووژل شول

نن سهار ۸ بجې د ګردېز اړوند غلګۍ سيمه كي هغه مهال چاودنه وشوه، چي نا معلومو كسانو غوښتل د سرك پر سر ماين خښ كړي، د ماين د خښېدو پر مهال ماين انفجار كړى او درې سره ښخوونكي پكې وژل شوي،  په وژل شويو كي د دوو كسانو جسدونه د پېژندګلوي وړ نه دي، په سيمه كي يو كلنګ هم ترې پر ځاى پاتي، چارواكي وايي د پېښي په تړاو پلټني رواني دي.