کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / په… کښي د القاعده پوځي مشر روان ښورښ ته خوشبین دﺉ

په… کښي د القاعده پوځي مشر روان ښورښ ته خوشبین دﺉ

په افغانستان کښي د القاعده پوځي مشر روان ښورښ ته خوشبین دﺉ


دا هغه لیکنه ده چی د سي آی اې پخواني افسر « مایکل شیوور» تازه لیکلې ده . مایکل شیوور په سي آی اې کی دوه ویشت کاله وظیفه اجرا کړېده . دﺉ د ۱۹۹۶ څخه تر ۱۹۹۹ پوری د تروریزم ضد مرکز د « اسامه بن لادن » د شعبې مدیر و . ده باالاخره په ۲۰۰۴ کی د سي آی اې څخه استعفأ وکړه او وروسته یی زیاتی مقالې لیکلي دي . ده څو کتابونه هم پسی ولیکل چی خورا مشهور یی دادي :


۱- زموږ د غلیمانو له نظره : اسامه بن لادن ، بنسټیز اسلام ، او د امریکا راتلونکې

۲- امپراتوریزه غرور : ولی غرب د تروریزم پر ضد جنګ بایلی

۳- مخ په وړاندی دوږخ ته ورتلل : امریکا او اسلام تر عراق وروسته

البته دغه وروستۍ لیکنه یی د ۲۰۰۸ د اګسټ پر لومړۍ نېټه په « ایشیا ټایمز» کی لیکلې ده چی صرف هغه برخه یې ژباړل سوېده چی د افغانستان په هکله ده او پورتنیً سرلیک یې دﺉ :


د پاکستان د « جیو» ټلویژیون خبریال نجیب احمد د جولای پر ۲۱مه په افغانستان کی د القاعده د عملیاتو  د قوماندان مصطفی ابو الیزید سره د افغانستان په یو نامعلوم ځای کی مرکه وکړه . د ابو یزید ځان ښودل د هغی مرکې څخه چی په افغانستان کی ېې د اسلامی قیام د حالاتو په هکله په مارچ کی کړې او ډیر نازړه سویه څرګندېدﺉ ( د السهاب خپرونکي څانګي فیته ، د مارچ ۶مه ) دا ځل خورا اطمینانی معلومېدﺉ . ابو یزید چی اصلأ د مصر دﺉ ، یو وار بیا د القاعده پر زده کړي سبق باندی ټینګار وکړ – چی دا د القاعده او د هغه د ملګرو لخوا په حملو کی د زیاتو مسلمانانو د وژنو له درکه دی – او هغه ورځ بالا مثبت حالات یې تشریح کړل چی مجاهدین په افغانستان کی ورسره مخامخ دي . د نورو خپرونو راپورونه ښییً چی د ابو یزید دا خوش باورۍ د پوهېدو وړ دي : هغه داچی ګڼ شمیر غیرافغان مسلمان ژوبله ور افغانستان ته ور روان دي او بل هم داچی په هند کی د جولای د ۲۵- ۲۶ نېټو تروریسټی حملې وې – چی هغه به د پاکستان- هند کړکیچ نور هم ډیر کړی- دا هغه څه دي چی د ښورښیانو د  راتلونکې سره ښه مرسته کوی .


په مارچ کی یوه شومه دورنما :

په تیر مارچ کی د ابو الیزید وینا مجاهدینو او د دوی ملاتړو ته یو اخطار و . الیزید ادعا وکړه چی مسلمانان باید د هغه اوږده خوب څخه سم راویښ سی چی دوی یې « د هغه دین څخه لیری کړي چی خدای تقدیس کړﺉ دﺉ .» ده د پایلی په توګه وویل « بېعقلان اوس هم د مسلمانانو په منځ کی » ناسیونالیزم ته پر ایمان باندی ترجیح ورکوی ، د هغو مرتدو واکمنانو اطاعت کوی چی اسلام یې پرې یښی دﺉ او د هغو علماوو لارښوونی مني چی « د سلطان علمأ » دي یا هغوی چی خپلي  جهادپلوه ویناوي یې بیرته اخیستی دي .

ابو الیزید په مارچ کی خصوصأ د مسلمانو نرینه وو څخه په غوښتنو کی فریادونه کول دا ځکه چی هغوی هیڅ یا خورا لږ افغانستان ته د جګړې لپاره راتلل : ده د ښورښ کمزورۍ ته په اشاره سره ویلی وو چی « نن ، د جهاد صحنه له خلکو تشه ده او هغه خپلو قهرمانانو ته بلنه ورکوي …… آیا خدای او اسلام دا حق نه لري چی د ځوان او زاړه لخوا یې دفاع وسی ؟ ووایه هغو ته چی عزت او حیثیت لري که هر چیری هم وی : تاسی به مأیوسه شیً که ځواب ورنکړﺉ . کافران دلته راغلي ترڅو د خپل باطل مذهب لپاره جنګ درسره وکړي او دوی دوږخ ته د تګ په خاطر ځانونه مرګ او زخمی کېدو ته ورکوي . . . . موږ کارپوهانو خلکو لکه ډاکټرانو او د برقی وسایلو انجینیرانو ته خاص خبر ورکوو چی مجاهدین عاجله اړتیا ورته لري . دا جګړه د تجربو او هڅو یو ترکیب ته احتیاج لري . موږ د پلرونو او میندو څخه غواړو چی د خپلو اولادونو او جنت تر منځ خنډ نشی او خپل اولادونه د خدای په خاطر راوړاندی کړي . زموږ دین تر موږ ډیر قیمتی دﺉ ، او د کشرانو هڅول [جنګ ته] او د هغوی قربانی د خدای په لار کی د تقوا او رښتین ولۍ نښه ده » ( د السحاب خپرنیز جوړښتون ، د مارچ ۶ ) .


د جولای د ورځو خوشبینی :
 


د جولای پر ۲۱ د نجیب احمد لخوا د ابوالیزید سره مرکه ښییً چی دﺉ د مارچ د هغې څخه ډیر بدل سوﺉ دﺉ .

الیزید د دې پر ځای چی د القاعده د خپرنیزه وسلې یعنی السحاب لخوا یې اعلامیه صادره کړې وای ، برعکس دﺉ او القاعده د خپل امنیت څخه ځکه ډیر ډاډمن ښکاری چی نجیب احمد یې د ځانی مرکې لپاره د جنوب ختیځ افغانستان « د خوست سیمی » ته بېولیً دﺉ . هلته نجیب احمد نه یوازی داچی د الیزید او د هغه د باډی ګارډانو بلکی « د خپلو لس ګونو عرب ملګرو » د هرکلي سره هم مخامخ کیږی . د دې مرکې څخه د القاعده هدف واضحأ دا دﺉ تر څو مسلمانانو ته وښییً چی القاعده او طالبان په جنوب ختیځ افغانستان کی په آزادانه توګه عملیات کوي ( د جیو ټلویژیون خبرونه ، د جولای ۲۲ [ اسلام آباد] ، د جولای ۲۳ : وګوری پر تروریزم باندی تمرکز ) .

ابو الیزید د نجیب احمد سره په خپلو خبرو کی پر دې اراده ټینګار کوی چی القاعده هماغه قدرت دﺉ چی حساب پر کیدای سی . ده « د پاکستان د خلکو» هغه ادعاګانی « د صرفأ درواغو ا وتهمتونو » په توګه وغندلې چی وایی القاعده د امریکا د تګ لاری یو ګومارلی دﺉ . ده وویل چی بن لادن ، ابوعبیده البنشیری او ابو حفص المصري القاعده جوړه کړې وه ، « تر څو د هغو مجاهدینو لپاره یې یو نړیوال مرکز تأسیس کړﺉ وای چی د ټولي نړۍ څخه یی خپل پام افغانستان ته اړولی و [ تر څو د شورویانو سره جنګیدلي وای] » . الیزید پدې هکله په خورا ښکاره بریالیتوب سره مسلمانان متوجه کړل چی د لویدیځوالو او اسلامی رسمی خپرونو لخوا « بی بنسټه څرګندونو » ته پام ونه ساتی بلکی د مجاهدینو پر راپورونو او څرګندونو باور وکړي .

ابو الیزید همدا راز ټینګار وکړ چی د القاعده دریځ بدل سوﺉ نه دﺉ او القاعده به تر هغه وخته د امریکا سره جنګیږی څو چی امریکایی تګلارو په اسلامی هېوادو کی بدلون نه وي میندلی . ده مسلمانانو ته یادونه وکړه چی امریکا « پدې زمانه کی د کفارو مشر دﺉ….. او نن یی د صلیب جنډه په لاس کی نیولې ده . امریکا همدا راز د فلسطینی مسلمانانو د سیمو په غصبولو او نیولو کی د اسراییلوننګه کوي او غواړي چی په اسلامی سیمو کی یوه یا څو نوری [ پوځی] اډې جوړي کړی .» ابو الیزید زیاته کړه چی القاعده او د هغه ملګري به تر پخوا لا هم زیات امریکایی حکومت او عادي امریکایان سره بېل نکړي او پر دواړو به تر هغه وخته حملې کوي او وژني به یې ، څو چی امریکایی تګلاري بدلي سوي نه وی . الیزید استدلال وکړ چی « هغوی دواړه د اسلام د دښمنانو غوندې عمل کوي او د مسلمانانو پر ضد د جنګ په حال کی دي . دا خو هماغه خلک دي چی په خپلو رایو سره حکومتونه ټاکي او همدوی سره لدې چی د اسلام پر ضد د بوش د غلیمانه اجندا څخه ښه خبروو ، لاکن بیا یی هم هغه د دوهم ځل لپاره واکمن کړ .» ده وویل چی : « په امریکا کی لږ شمېر پوه او منور کسان شته چی د دې ډول فعالیتونو سره مخالف دي » او مشوره یې ورکړه چی « دا د هغوی وجیبه ده چی دغسی بی رحمه او ظالمو حکومتونو ته رایه ورنکړي .»

کله چی نجیب احمد د عراق او افغانستان په هکله ترې وپوښتل چی امریکا ادعا کوی چی په دواړو ځایونو کی « پر جنګیالیو غالب سوي » ، نو الیزید وویل چی واشنګټن همدغسی درواغجني څرګندوني په ۲۰۰۴ او نورو وختونو کی هم د عراق په هکله کړي او دا اوسنۍ ادعا ګاني یې هم درواغ دي او هغه « د امریکایی خلکو پر عقل د مرموزو او غولونکو چالونو ګوزارونه دي » الیزید د افغانستان په هکله ادعا وکړه چی مجاهدین د تعداد له مخی ډیر سوي دي او د امریکا تر مشرۍ لاندی اییتلاف څخه یې نووښت اخیستیً دﺉ : « په افغانستان کی د هغوی ماتی آن ډیره څرګنده او ثابته ده .» 


د پورته ټول بیان څخه ښکاري چی د ابو الیزید دا ګرده خوش باورۍ د طالبانو په مشرۍ په افغانستان کی د روان ښورښ د نور شدید کېدو یوه نښه ده ، یعنی هغه ښورښ چی نن ښه ډېر غټ سوﺉ ، او یوه جغرافیوي سیمه یی په بر کی نیولې ده او د جمهوری ریاست د دواړو کاندیدانو یعنی بارک اوباما او جان مک کېن لخوا د دوو نورو غونډونو پیشنهادي ورلېږل به هم ښایی هغه بدل نکړي یا داچی خورا لږ به یی مخ راوګرځولای سی . داسی ښکاري چی د افغانستان اوضاع به د اضافی امریکایی یا ناټویی پوځیانو په ورلېږلو سره نوره هم خرابه سی ځکه : یو خو د پاکستان په قبایلی سیمو کی د امریکا د هوایی حملو څخه پاکستانیان ورځ په ورځ خښمیږي او بل دا چی د همدې هوایی حملو له امله د افغانستان او پاکستان د پولی پر دواړو خواوو د پښتني قبایلو تر منځ امریکایی ضد او ناټو ضد اتحاد نور هم  پسی تحریک او ټینګیږي . پای