کور / راپور / په کندهار کي خبريالانو د بيان ازادۍ نړيواله ورځ ولمانځل

په کندهار کي خبريالانو د بيان ازادۍ نړيواله ورځ ولمانځل

د بيان ازادۍ نړيواله ورځ په کندهار کي د پريس کلب، نی دفتر، د رسنيو د ملاتړ ادارو او دلته د محلي او نړيوالو رسنيو د مسؤلينو او استازو له لوري ولمانځل سوه، چي پر مهال ئې لسګونو خبريالانو ګډون کړی وو.

ويناوالو يادونه وکړه، چي د بيان آزادۍ له برکته دلته د ظلم، بې عدالتيو، غصب او نورو ناخوالو په وړاندي جدي مبارزه سوې او مسئول چارواکي ئې دېته اړ کړي تر څو هر اړخيز اصلاحات رامنځته کړي.

 د غونډي تر شروع مخکي ټولو خبريالانو د ملي راډيو ټلوېزيون د شهيد سوي کامره مېن سليم رحيم او آزاد خبريال شهيد عبدالمنان ارغند د روح د خوښۍ له پاره دعاوی وکړې. د شهيدانو سوو خبريالانو د کورنيو سره د کندهار امنيه قوماندان تورنجنرال تادين خان له لوري د هري کورنۍ سره 50000 افغانۍ مرسته هم وسوه، چي د خبريالانو له لوري ئې د کورنيو غړو ته ور وسپارل سوې .

د اطلاعات او فرهنګ د سرپرست رئيس احمد شاه قادري له لوري د بيان د ازادي د ورځي په مناسبت د اطلاعات او فرهنګ د وزيرې حسينې صافۍ پيغام ولوستل سو.

په پيغام کي يادونه سوې وه، چي د تېرو 18 کلنو لاسته راوړني ددې شاهدي ورکوي، چي د افغانستان اسلامي جمهوريت د خپلو ګاونډيو هيوادونو تر څنګ تر ډېرو هيوادونو په دغه برخه کي مخکي دئ.

د کندهار پريس کلب مشر جاويد احمد تنوير بيا وويل، چي دا مهال په کندهار کي د چاپي، ږغيزو، تصويري او برېښنايي رسنيو او کارکونکو شمېر زيات سوی، مسلکي سوي او په ښه ډول خپل کارونه د سالم رقابت له مخي مخ ته وړي. نوموړي په دغه برخه کي د ځينو ستونزو يادونه هم وکړه او زياته ئې کړه، چي معلوماتو ته دلاس رسي په برخه کي ستونزي موجودي دي، محلي رسنۍ مو له اقتصادي بحران سره مخ دي او د خبريالانو په وړاندي تهديد او ګواښونه سته، چي بايد دولت ئې په اړه اړين اقدامات وکړي.

په جنوب لويدیځ کي د خبريالانو د ملاتړ ادارې (نی) مشر عبدالسميع غيرتمل د ټولو محلي او نړيوالو رسنيو مسؤلينو او استازو ته د بيان د ازادۍ د ورځي د مبارکۍ ويلو ترڅنګ د خبريال شهيد عبدالمنان ارغند او ملي راډيو تلويزون دکامره مين شهيد سليم رحيم نشتون په رسنيز ډګر کي لويه ضايعه وبلل.

 ښاغلي غيرتمل وويل، چي د بيان د ازادۍ له برکته تر بل هر وخت اوس مهال ولسي وګړي دېته ليواله سوي، چي خپل ږغ او نظر د رسنيو له لاري د دولت او خلکو سره شريک کړي.

د افغانستان د ژورناليستانوملي بنسټ ولايتي مسول صديق الله خليق، د افغانستان د ازادو خبريالانو د اتحاديې ولايتي مسول، د بشري حقونو د خپلواک کميسون د کندهار د برخي مشر او مشر خبريال محمد ابراهيم سپېڅلي هم د بيان پر ازادۍ او ددغي ورځي پر ارزښت خبري وکړې، دوی هم يادونه وکړه، چي دا مهال په کندهار کي د محلي راډيو ګانو د خپرونو کيفت ښه سوی دئ.

د غونډي په وروستيو کي د پريس کلب، د خبريالانو د ملاتړ (نی)، د افغانستان د ازدادو خبريالانو اتحاديې او د افغانستان د ژورناليستانو د ملي اتحاديې د ادارو له لوري د محلي او نړيوالو رسنيو هغه کارکونکي او خبريالان چي په خپلو کارونو کي يې له ځانه وړتيا ښودلې وه او ښه کار ئې کړی وو، د ستاينليکونو په ورکړي سره وستايل.

راپور: جاويد احمد تنوير