کور / خبرتیا او پيغامونه / د “ژورنالېستي بحثونه” کتاب چاپ شو

د “ژورنالېستي بحثونه” کتاب چاپ شو

د ژورنالېستي بحثونو کتاب، عبدالرقیب سایل لیکلی، چې تازه په ۱۴۵ ایف ۵ مخونو کې د سروش کتابپلورنځي په تخنیکي مرسته بازار ته وړاندې شو.

په دې کتاب کې، د ژورنالېزم مختلفې علمي ـ څېړنیزې مقالې راوړل شوي، چې ټول مقالې یې په تخصصي توګه، د امکان تر بریده په روانه او ساده ژبه لیکل شوې دي.

لیکوال هر یوه ځانګړې موضوع په ډيرو کمو الفاظو توضیح کړې ده. یو څوک کولی شي، چې دا مهم بحثونه تشریحاً ولولي او په اړه یې ورسره کومه پوښتنه هم پاتې نه شي.

د کتاب سریزه تکړه لیکوال او شاعر استاد علم ګل سحر لیکلې. هغه لیکلي، چې له دې وړاندې مې د ژورنالېزم په برخه کې داسې واضح کتاب نه دی لوستی.

زیاتوي چې:

” په دې کتاب کې د ژورنالیزم په مهمو مسلو هر اړخیز بحث شوی دی د ژورنالیزم تاریخچه بیان شوې، د تیوریکی موضوعاتو تر څنګ د ژورنالېزم د ډګر په عملي مسایلو هم تر ډیره حده ژورې خبرې شوې دي په افغانستان کې د ژورنالېستانو په مخ کې پرتې ستونزې په پوره دقت یادې شوې دي او ژورنالستانو ته په بیلابیلو برخو کې لارې چارې په ګوته شوې دي.”

له بلې خوا لیکوال هم په خپلو خبرو کې ویلي، چې دا مقالې یې ددې لپاره لیکلې، چې د ژورنالېزم برخې ټول علاقمندان پر ځانګړو مسایلو پوهیدلو ته اړتیا لري، د همدې لپاره ضرورت، چې دغسې ځانګړي بحثونو رامنځته او باید تر خلکو ورسیږي.

کتاب د اوس لپاره په کابل کې، له سروش کتابپلورنځي مستقبل خپرندوې ټولنې سره او په خوست ولایت کې له سباوون کتابپلورنځیو سره پیدا کېږي. همدارنګه ډير ژبه به نورو ولایتونو لکه ننګرهار، کندهار او ګڼو نورو ښارونو ته هم ورسیږي.