قومندان / لنډه کیسه
Aziz Rahman Hazim
لیکوال: نورالله غازي
ميرګل لس یوولس کاله پس کلي ته راغلی و، دی پر کليوالو ښه لګیدو، کلیوالو به ویل، چې میرګل مو په کابل کې وګوري، کلک ست راته کوي او په زور مو کور ته بيايي. میرګل خوشطبعه سړی و، د کلیوالو مجلس خوند ورکاوه، د ده ماشومتوب او زلمیتوب په کلي کې تېر شوی و، د حافظې پر دیوال یې د ډېرو کليوالي صحنو راښکونکې تابلوګانې راځوړند وې، چې کله کله به یې په خبرو کې هم د دې تابلوګانو تصویر حس کیدو. میرګل ډېر کلونه په کابل کې په یو شخصي شریکت کې د منشيتوب پابنده دنده درلوده، خو اوس یې هغه دنده پای ته رسیدلې وه، په خپل کلي کې یې له چا سره د غره حسابي وه، په هغې پسې کلي ته راغلی و. ده ته کلی د پخوا په شان نه ښکاریدو، د خلکو په څیرو کې هغه پخوانۍ تازګي نه وه. لکه مخونه چې تورو لوګيو او یا د ګرمې لمبې تاو وهلي وي، هلکان، زلميان، سړي او ښځې ټول ورته بدل ښکاریدل، هغه خوشالوونکې صحنې چې د ده په حافظه کې لا ژوندۍ وې، اوس ورته یو خوب و خیال ښکاریدې. دی به فکر یوړ او له ځان سره به یې وویل: دا زه بدل شوی یم او که دا کلی او کلیوال؟!
ده به چې کلیوالو ته پخوانۍ د اتڼ، شاریو، وادونو او مجلسونو… صحنې وریادولې، کلیوال به ورسره تازه کیدل، لکه چا چې یې په حافظه کې د ځلیدونکو غمیو له کانه ایرې څنډلي وي.
کلیوالو له ده سره پوره سات تېر و، لکه د ملا یې نوبت پرې اچولی و، نن شپه د بازخان میلمه و، د هغه په حجره کې ناست و، کلیوالو کې متل دی، چې د میلمه ډوډۍ اسانه ده، جمه* یې سخته ده؛ نو باز خان دده لپاره يو څو نور خولور کليوال او خپلوان هم ميلمانه کړي وو، مجلس ګرم و، کلیوالو ټوکې ټکالې کولې، چې په دې وخت کې د حجرې دروازه خلاصه شوه، د کور له يوه زلمکي هلک سره يو بل نروچکی زلمکی هم راننوت، ورو غوندې يې وويل:
ـ سلامه ليکم!
ټولو په لوړ غږ په موسکا ځواب ورکړ
ـ وااليکم…!
يو کس پکې وويل:
ـ وااليکم سلاام کومندان سيب!
ميرګل په حيرانۍ زلمکي ته وروکتل، هغه سونتي خړ رنګه خيرن کالي اغوستي وو، له سرې کندهارۍ خولې يې اوږده ژېړبخون، خيرن ویښته راوتلي وو، بې ستړې مشې شرمندوکی د نورو هلکانو په منځ کې کيناست. ميرګل څو ځلې هلک ته په څنګ وروکتل، باز خان پرې پوه شو، په موسکا يې ورته وويل:
ـ ميرګله! څنګه داسې په ځیر ورته ګورې؟
میرګل په خندا مړه غوندې وویل:
ـ وی ډارکړم، زوی یې ستر کې، داسې دی لکه اوس چې له کمين نه راغلی وي!
له دې سره په ټوله حجره کې د خندا غټ او نري غږونه پورته شول.
لکه واړه او غټ چې د (کمین) له دې نوم سره اشنا وي.
بازخان په وېړه او پړسیدلې خوله وويل:
ـ زمونږ خوريه دی، د شين ګل زوی، نيشه ترې تېره نه کې، شکل ته يې مه کسه، د خدای بلاوو نه ډک دی….
د يو کس غږ پورته شو:
ـ بازخانه ته هغه د سره تنګي کيسه ورته وکړه!
ميرګل زلمکي ته وکتل او بیا یې په بيړه وويل:
ـ په سره تنګي کې يې څه کړي، ته وکه کنه کیسه، ما وې چې په دې وړکي کې غم شته….
بازخان وموسيده، د نسوارو غټه ګلوله يې له لاندينۍ شونډې په ګوته راواخيسته، په تودانۍ کې يې واچوله، لاړې يې تو کړې، د خولې پړسوب یې کيناست، غړۍ یې اوږده کړه، د کتار په اخیر کې یې خوریه ته خندني وکتل، هغه مخ ته د اوږې برګ دسمال ونیو، همزولو یې په موسکا ورته کتل، بازخان میرګل ته وکتل او په خندنۍ خوله یې پسې زیاته کړه:
ـ دا شپږ اوه مياشتې مخکې، يره د ژمي اوله مياشت به وه، وروره جانه يو دی زمونږ خوريه، نوره دده ډله…
مانا داره موسکا يې وکړه:
ـ دی د خپلې ډلې کومندان دی، وروره جانه مخونو ته یې تورې بلاوې اچولي، د سره تنګي په خوله کې د سرک سره ولاړ دي، ټولو سره ټوپکونه ورسره دي….
ميرګل چې کلک غوږ يې ورته نیولی و، خبره ورپرې کړه، په حيرانۍ یې وپوښتل:
ـ ټوپکونه یې له کومه کړي وو!!؟؟
بازخان په موسکا وويل:
ـ لږ ساړه خوره، کیسې ته غوږ سه:
ـ وروره جانه زموږ دا ژڼی ( لاس يې خپل خوريه ته سيخ کړ) موټرو ته ولاړ دی، يو څو موټرونه خو يې درولي ام دي، څو کسو نه يې تسکېرې (تذکرې) ليدلي، يو څو نه يې موبايلونه کتلي، ددې ځای خلک خو اسې ام تاليبانو خسيان کړي دي، چې ار څوک په ليار کې ورته ودريدو، دوی د طالب ګومان پرې کوي او ترې رپېږي. وروره جانه اخېر يو پايکپ موټر پرې راغلی، درولی يې دی، مخکې يو کس ورسره ناست دی، چې طاليبانو سره پيژني. وروره جانه هغه نه يې چې د تسکېرې پوښتنه کړې، ورته ليدلي يې دي، نورو وړکو ته يې ام ليدلي، چې لږ لرې ولاړ دي، مخونه یې پټ کړي دي، هغوی هم د ټوپکونو تورې خولې د دوی په ترپ نيولي. دې سړي چې زمونږ د خوريه شاته توپک ته پام شوی، ګوري چې توپک لرګي نه جوړ دی او تور لابرټيپ ترې تاو شوی. همداسې يې له موټره پسې راټوپ کړی دی، نورې سپرلۍ ام پسې راکوزي شوي، وړکو ترې منډې کړي، پورته په غونډۍ ورنيغ شوي. وروره جانه د هغه ځايه يې د تيږو برید پرې کړی، اره تيږه به يې چې واروله، ورسره ويل به يې:
ـ ناری تکبير! الله اکبر!. . .
وروره جانه په دې کې يې یو دوه کسه سرسري ويشتي ام دي، د موټر د مخې شيشه ام ماته شوې…
بازخان چې کیسه دې ځای ته ورسوله، په موسکا یې میرګل ته وکتل.
میرګل چې څه ويل، یو بل کس پسې زیاته کړه:
ـ وروسته دا خلک په غوسه کلي ته پسې راغلي وو، کوم شيطان ورته ویلي وو، چې دا کومندان د شين ګل زوی دی، شین ګل پسې کور ته ورغلي وو، هغه د خدای خوارۍ زارۍ ورته کړي وې، له ګيرو يې نيولي وو، سپرليو چې د ده خواره ورځ لیدلې وه، بښلی یې و؛ خو موټروان د شيشې درې زره نغد تاوان ترې اخيستی و….
میرګل زلمکي ته وکتل، هغه د خپلو خندنیو همزولو په خوا کې داسې وياړلی ناست و، تا به ویل ددې سيمې د ټولو هلکانو اتل دی.
له کیسې وروسته ټولو میرګل ته په موسکا ورکتل، لکه د زلمکي په اړه چې د ده رایه اخلي، هغه زلمکي ته په ځیر وکتل، ترخه موسکا یې وکړه:
ـ يره په راتلونکې کې خو به يو لوی قومندان ترې جوړ شي.
پای
ــــــــ
- جمه: خبرې اترې، غورې.