کور / اقتصادي / ولشمر غني: په کندهار کي به ژر د ۱۵ ميګاواټه لمريزي برېښنا پروژه پرانستل سي

ولشمر غني: په کندهار کي به ژر د ۱۵ ميګاواټه لمريزي برېښنا پروژه پرانستل سي

د کندهار چارواکي وايي،  ولسمشر  اشرف غني ورسره ژمنه کړې ده، چي ډېر  ژر به په کندهار کي د ۱۵ میګاواټو لمریزې برېښنا پروژه پرانیستل سي .

ولسمشر غني نن له غرمې مخکي د کندهار، هلمند، زابل او اروزګان ولایتونو له استازو سره په چهارچنار ماڼۍ کي  د کتني پر مهال ژمنه وکړه چي په کندهار کي به د لمريزي برېښنا پروژه ډېر ژر فعاله سي.

د ليدني کتني  په پیل کي تورن نېک محمد جرئت د کندهار، عطاالله افغان د هلمند، عطا محمد حق بیان د زابل، امیرمحمدبارکزي د ارزګان ولایتونو او ډاکټرې عزیزې د لوی کندهار د خلکو په استازیتوب خبرې وکړې او جمهوررئیس او د افغانستان خلکو ته یې د سولې مسورتي لویې جرګې د بریالي ترسره کيدو مبارکي ورکړه.

 دوی په لوی کندهار کي د امنیت د تامین ترڅنګ د بندونو، سړکو او پلونو د جوړولو، د میرویس نيکه کلا د عملي کار د پیلولو، دویمې درجې ته د زابل ولایت د ارتقا، په زابل کي د سیوري ولسوالۍ او د دې ولایت د ګمرک د ایجاد، په دولتي ادارو کي د ځوانو کدرونو د جذبولو، په لوی کندهار کي د ښوونځيو په ځانګړي ډول د ښځینه ښوونځیو د ودانیو د جوړولو او هلمند ولایت ته د ښوونکو د ۳۰۰۰ بستونو د ورکړې او کرنې په برخو کي خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.

ولسمشر غني د یادو ویناوالو د خبرو او وړاندیزو له اورېدو وروسته د سولې په مشورتي لویه جرګه کي د لوی کندهار د استازو د فعال ګډون قدرداني وکړه او وې ویل، د روژې په مبارکه میاشت کي به په کندهار کي د ۱۵ میګاواټو لمریزې برېښنا پروژې د پرانیستې شاهد واوسئ.

جمهوررئیس د پوهنې وزارت ته لارښوونه وکړه چي هلمند ولایت ته دې د ښوونکو بستونه ورکړي، دغه راز دې په راتلونکو شپږو میاشتو کي د لوی کندهار د ښوونځیو جوړولو ته هم لومړیتوب ورکړي.

په ياده ليدنه کي ولسمشر غني، دویمې درجې ته د زابل ولایت د ارتقا، د زابل د سیوري ولسوالۍ او د دې ولایت د ګمرک د فوري ایجاد په موخه اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړې.

د هېواد جمهوررئیس زیاته کړه، د کابل په څېر د کندهار ښار ته ځانګړی پلان په پام کي نیول سوی دی دغه راز به د میرویس نیکه کلا جوړولو د عملي کار ترڅنګ د غازي عبدالله خان اڅکزي، غازي سردارمحمد ایوب خان، غازي محمداکبر خان، د اتلې ملالۍ، زرغونې انا او نازو انا مقبرې هم ورغاول سي.

ښاغلي غني د خپلو خبرو په پای کي وویل، د کرنې په برخه تر ټولو بنیادي خبره د هغې معیاري کول او بازاریابي ده، څرنګه مو چي د کندهار انار نړیوال مارکیټ ته ورسول هڅه کوو د زابل بادام هم نړیوال بازار ته وړاندې کړو.