کور / راپور / چارواکي: طالبانو يوه مېرمن د ۱۳ کلن زوی سره وژلې ده

چارواکي: طالبانو يوه مېرمن د ۱۳ کلن زوی سره وژلې ده

د پکتيا چارواکي وايي، چي طالبانو د يو افغان سرتېري مېرمن او زوی په ډزو وژلي دي.

د پکتيا ولايت مقام څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي پېښه تېره ورځ (جمعه) مازدیګر مهال د احمدخېلو ولسوالۍ د حسن خېلو په سیمه کۍ رامنځ ته سوې ده چي د وسله والو طالبانو یوه ځایي قوماندان قاري عزیز د ده واده ته ورغلې مېرمن له ۱۳ کلن زوی نثار سره یو ځای په دې تور وژلي چي خاوند ئې سرباز دیدار په ملي پوځ کي دنده ترسره کوي.

د خبرپاڼي په وينا، د سرباز دیدار مېرمن او زوی د قاري عزیز د واده په مراسمو کي د ګډون په موخه د ده کور ته ورغلي وو او د واده مراسمو د ترسره کولو په موخه ئې ورسره دېرش زره افغانۍ (چې سرباز دیدار ورته له خپل ملګري قرض کړي وې) مرسته هم کړې وه ، خو وروسته دغه مېرمن د خپل زوی سره يوځای وژل سوي دي.

طالبانو تراوسه ددې پېښي په هکله څه نه دي ويلي.