کور / راپور / کندهار چارواکي: په سپين بولدک کي ۲۱ ولسوال وژل سوي

کندهار چارواکي: په سپين بولدک کي ۲۱ ولسوال وژل سوي

د کندهار ولایتي چارواکي وايي، چي په سپین بولدک ولسوالۍ کي ۲۱ وسلوالو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د کندهار د والي وياند عزيز احمد عزيزي وايي، چي تېره شپه د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند د بولک نیکه پر پوستې وسلوالو حمله کړي چي په پايله کي يې ۱۴تنه وسلوال مخالفين وژل سوي او ۷ تنه زخميان سوي دي.

د ښاغلي عزيزي په خبره، په دغه نښته کي همدارنګه ۳ پوليس هم وژل سوي او ۴ تنه زخميان دي.

طالبانو تر دامهاله په دې هکله څه نه دي ويلي.

دا نښته پر داسي مهال رامنځ ته سوې، چي تېره ورځ ولسمشر غني د روژې مياشتي په مناسبت  پر طالبانو د اوربند ږغ وکړ، خو طالبانو وويل، چي په روژه مياشت کي جګړه تر نورو مياشتو  زيات ثواب لري، نو په همدې اساس اوربند نه کوي.