کور / سياسي / د طالبانو قاطع دریځ

د طالبانو قاطع دریځ

ليکنه: عبدالرقیب سایل

اوس سوله دومره ارزانه مسئله نه ده، چې د ولسونو په را ټولېدو دې وسله وال طالبان هر څه ته غاړه کېږدي. د سولې په اړه، له دوو کلو راهیسي هڅې ډيرې جدي دي. له حزب اسلامي سره د حکومت پر توافق لیک سره د سولې نوی پړاو پیل شو. له هغې وروسته، له هلمنده ولسي کارون راووت او تر کابله یې دا واټن پر پښو راوواهه خو د هغوی هم غږ وانه ورېدل شو.

له نړۍوالو سربیره د حرمینو مشهورو او جیدو علماء همدارنګه د افغانستان په زرګونو علماوو افغان جګړه مردوده وګڼله او پر ضد یې فتوا هم صاره کړه خو پایله یې پر افغان دیني علماوو له شک کولو پرته بل څه نه و. دې حالت لا په سیمه کې ورځ تر بلې سخت دریځۍ او افراطیت خپرېدو ته موقع برابره کړه.

حکومت د طالبانو په دریځ خبر دی خو په اړه یې ګونګ ځکه دی، چې غواړي د ولسونو/ عامه رایو په زور د ولسمشر غني ټاکنیز ټیکټ بیه څو چنده کړي. په دې معنا چې خلک د سولې پروسې له لارې پر ځان را ټول کړي او وښيي چې دوی تر بل هر چا سولې او د ولسونو ارام ژوند ته ډير ژمن دي.

د افغان سولې په اړه د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له وسله والو طالبانو سره د خبرو تر شپږم پړاو رسیدلی او مذاکرات لا روان دي. په دې جریان کې، د مذکراتي ډلې له ځینو غړو نړۍوال بندیزونه هم لرې شوي ترڅو په پرانیستي فکر خبرې اترې سره ولري خو لا هم حکومت ته د طالبانو ځواب د پخوا په څېر ډير جدي ښکاري.

حکومت ته وروستی اقدام د سولې مشورتي لویې جرګې رابلل پاتې و، چې دا جرګه هم راوبلي او طالبان ولسونو ته لا پړه ثابت کړي. همدغسې وشول. جرګه راوبلل شوه؛ خو وار له وار له طالبانو سربیره په کور دننه سیاسیونو، پخواني ولسمشر او د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو ته ټولو نوماندانو دغه جرګه تحریم کړه. د جرګې له پرېکړه لیک څخه ښکاري، چې افغانانو ټول دردونه دغې جرګې ته وروړي وو خو خبره اخر د طالبانو په دې ځواب تمامه شوه، چې د روژې په مبارکه میاشت کې جهاد څو برابره ثواب لري او اوربند یې هم رد کړ.

له دې سره په خوا کې، د امریکا ځانګړي استازي خلیلزاد د شپړم پړوا خبرو په درشل کې طالبانو ته ټوېټ کړی، چې “طالبان دې نور وسله کیږدي او سوله دې ومني” خو د طالبانو ویاند ذبیع مجاهد یې بیا په ځواب کې لیکلي: “خلیلزاد دې له موږ څخه د وسلې اېښودلو فکر نه کوي، امریکایان دې په دې پوه کړي چې نور دې له زور څخه کار نه اخلي.”

د طالبانو له دې قاطع دریځ څخه ښکاري، چې دوی د سولې په مسئله کې ډير جدي دي او غواړي، چې دا مذاکرات له افغان حکومت څخه لرې له امریکایانو سره لا پسې وغځوي ترڅو څرګنده پایله ترلاسه کړي او له هغې وروسته به له حکومت سره بیا د خبرو کولو موقع برابریږي.

۱۳۹۸لمریز، غويي ۱۴مه