کور / راپور / خليلزاد: که د سولي خبري مثبته نتيجه ورکړي، وسله پر مځکه ږدو

خليلزاد: که د سولي خبري مثبته نتيجه ورکړي، وسله پر مځکه ږدو

د افغان سولي لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي، چي که په افغانستان کي دسولي پروسه مثبته نتيجه ورکړي دوی به وسله پر مځکه کښېږدي.

زلمي خليلزاد نن د شنبې په ورځ په يوه ټويټ کي ويلی، چي که په افغانستان کي د طالبانو سره خبري اتري مخ ته ولاړې او د سولي خبري مثبتي خواته رواني وې، نو دوی به وسله کښېږدي.

خليلزاد پر داسي مهال دا څرګندوني کړي دي، چي په يوه ټويټ کي نوموړي د طالبانو څخه د وسلو ايښودلو او خبرو ته د کښېناستلو وړانديز کړی وو.

طالبانو د خليلزاد ددغه ټويټ په ځواب کي سخت غبرګون ښودلی وو.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د خليلزاد د ټويټ په ځواب کي ويلي، چي امريکا دي دوی ته د وسلو ايښودلو وړانديز نه کوي.

خليلزاد په خپل ټويټ کي ويلي: “د سولې د هر بهیر په پایله کي ټولي ښکیلي غاړي وسلې په ځمکه ږدي. د تاوتریخوالي پر کمیدو د ټولو غاړو موافقه، د دغو پایلو ترلاسه کولو په لور اړین قدم او یو مسولانه اخلاقي انتخاب هم دی، موږ چمتو یو.”

خليلزاد دا مهال په قطر کي د طالبانو سره د خبرو اترو په شپږم پړاو اخته دی.

طالبانو ويلي، چي په دغه خبرو اترو کي د بهرنيو ځواکونو د وتلو پر موضوع اختلافات را کم سوي دي.