کور / راپور / طالبانو په کندوز کي ۱۳ افغان سرتېري خوشي کړي دي

طالبانو په کندوز کي ۱۳ افغان سرتېري خوشي کړي دي

طالبان وايي، چي په کندوز ولايت کي ئې د افغان ملي اردو ۱۳ سرتېري خوشي کړي دي.
طالبانو په تازه اعلاميه کي ويلي، چي دغه سرتېري د کندوز په امام صاب ولسوالۍ کي نيول سوي وه او د روژې په مناسبت ئې خوشي کړي دي.
طالبانو پر داسي مهال د افغان سرتېرو د خوشي کېدو خبر ورکړی چي تېره ورځ افغان ولسمشر اشرف غني د لويي جرګې په مناسبت ۱۷۰ تنه طالب زندانيانو د خوشي کولو امر وکړ.
بل خوا افغان دولت د روژې مياشتي په مناسبت طالبانو ته د اوربند وړانديز وکړ، خو طالبانو وويل، چي په روژه کي د جګړې ثواب تر نورو مياشتو ډېر دی، نو په همدې اساس ئې د اوربند وړانديز رد کړ.