کور / د ډيورنډ کرښه / وزيرستاني کډوال: پاکستانی ترهګر پوځ هر ځای ظلم راباندي کوي

وزيرستاني کډوال: پاکستانی ترهګر پوځ هر ځای ظلم راباندي کوي

د مي مياشتي په لومړۍ نېټه پاکستاني ترهګر پوځ په خوست ولایت کي دوزيرستاني کډوالو پر کورونو بمباري کړې او درې ولسي وګړي ئې شهيدان کړی او ګڼ نور ئې ژوبل کړي.

له وزيرستان څخه راستانه سوي کډوال وايي، چي ترهګر پوځ مو نه په خپلو سيمو کي پرېږدي او نه هم په نورو سيمو کي ورڅخه خوندي يو.

يو کډوال ميرعالم وايي، چي د خپلو کورونو سامانونه او هرڅه ئې پرې ايښي او د ماشومانو سره يوځای خوندي سيمو ته د ځان رسولو هڅه کوي، ترڅو د پاکستاني ترهګر پوځ له نورو بريدونو خوندي پاتي سي.

نوموړي وايي”زموږ کډي،غواوي،دکورسامانونه دا ټول ئې بمبار کړل مونږ ته داپته نه لګي چي ولي داسې وسول ،بس له وزیرستاني ګډوالو سره یو ظلم و چي وسو”.

يو بل کډوال  جلات خان وايي: “دضرب عضب عملیاتو څخه دافغانستان خاورې ته را واوښتو،دلته مو کوټې جوړي کړې چې ژوند پکي وکړو خو هغه بله ورځ توپونه راغلل او دخلکو په کورو کي خښې سوې،څوک زخمیان او څوک ووژل سول، لارۍ موټرې غواوې ولګیدلې خواوس له دې سیمي د خوست په طرف ګډې باروو بله لارموږ ته نه ده معلومه په کومه خوا لاړ سو؟”

خو افغان ځواکونه وايي، چي بيا ځلي د پاکستاني ځواکونو له لوري د بريدونو احتمال نسته، ځکه سيمه د افغان سرحدي ځواکونو ترکنټرول لاندي ده.