کور / اسلامي / دروژې دمبارکي مياشتي درارسېدوله امله دمبارکی پيغام

دروژې دمبارکي مياشتي درارسېدوله امله دمبارکی پيغام

سويډن – دمالمو ښار

د۲۰۱۹ زکال دمی۴

هموطنان متدين و مسلمان افغانستان عزيز: رهبری انجمن فرهنگی دوستی بهترين وصميمانه ترين تبريکات وتمنيات خويش رابه مناسبت حلول ماه مبارک وپرميمنت رمضان به شماوکافه ملت غيورومسلمان افغان دهرکنج وکناردنياکه هستيد تقديم داشته وازدربارخداوند متعال استدعامينمايم تابه به برکت اين ماه مبارک امنيت وصلح سراسري درکشورجنگزده ماعنايت فرمايند.

درنوهيوادوالو،سپېڅلومسلمانو، متدینو او پتمنو وطندارانو! تاسوټولوته دنړۍ په هرگوټ کښي چي ياست په سويډن کښي ددوستۍ فرهنگی ټولنې  دمشرتابه جرگې په استازيتوب ، تاسوشرافتمندواوزورېدلوافغانانو،ستاسو درنوکورنيواوټولواړوندانوته د روژې د مبارکي اونېکمرغي مياشتي درارسېدوله امله دزړه له کومې مباره کی اونېکې هېلې وړاندي کوم . دلوي څښتن له درباره غواړم چي دامبارکه اوله الاهی حکمتونونه ډکه مياشت زموږدټولوهيوادوالو لپاره نه يوازي دطاعتونواوعبادتونومياشت اوسی بلکی پدې مباره که مياشت کښي موږ دهمدې اسلامی اوبشری وروگلوی په برکت د دې جگړه ځپلې هيوادلپاره دسولي اوثبات راوستونېکمرغه مياشت وگرځوو .

وړانديز مو دادی چې دواړی خواوي بېله قيد اوشرط نه دروژې  په مبارکه مياشت کي اوربند اعلان اودهمدې اوربند په مټ دسولی،ثبات اوملی تفاهم لپاره لارپرانيزي .

له بده مرغه موږ چې همدا اوس  هم چې ورته گورودنامعلوم سياسي بهير پدې تياره درشل کي دټول هيواد په کچه اوسنۍ سياسي بهيرله مختلفوچلنجونو،گډوډيواوگواښونو سره مخامخ بولو . له يوې خوادافغان په نامه په کوردننه اوله بلې خواله افغانستان نه بهردگاونډيو هيوادونو په هڅونې سره دهغوډلواو تنظيمونوترمنځ چې غواړي دافغانستان په راتلونکي سياسي بهيرکښي مطرح اوسی  يوبل ته گواښونه اوگوت څنډنې ملي يوالي اودملي وحدت په روحيه يوې روښانه راتلونکي ته درسېدواميدونه له نااميديوسره مخامخ کړي دي اودبلې خواداشوړېدلې دولتي اداره اوپرخپل ځاي پاته د نامنلو چار واکو په شتون کښي،دملي مسوليتونوپه وړاندي بې مسوليتي،دسياسي ډلواو ټپلولخوادملي ناروين اوناخوالو له ليري نه ننداره زموږ له هيوادوال یې نه يوازي له خوښيو اوخوشحاليونه محروم کړي بلکې دغه ډول عبادت لکه دمبار ه کي روژې نيول چي بايد دخپلې کورنۍ دغړوسره ئې په ارامه اوخوشحاله فضا کښي ترسره کړي هم محروم کړي دي .

زموږ ولس له يوې خواپه ډوډۍ پوري حيران دی،له غريبۍ اوخوارۍ نه ئې چيغې آسمان ته پورته کيږي،دبلې خواهره شېبه دگاونډيانودروزل سوو لخوا دوسلې اوواسکټونوداستعمال له ډارنه ځان مسون  نه بولي، عبادت له پرېشانيواو غمونوسره ترسره کوي . ددې ټولوملي ناخوالوترڅنگ چي په افغانستان کښي یې سوله او ثبات له  چلنجونو اوگواښونو سره مخامخ  کړېده ،هيله مند يوچي يوه ورځ  به ددې غمځپلي ولس دکوردروازه دخوښيواوسوکاليو پيغام وروټکوي .

زموږد فرهنگي ټولني مشرتابه جرگه پدي باورده چي دافغانانو پر وړاندي دپردو په هدايت ددوي دروزل سوو نوکرانو لخوا وژونکۍ گزارونه ، بريدونه  اوافغان وژنې ته دجهاد تعبير  ورکول کوم اوياداچې انسان وژنه اوجگړه چې طالبان اونور جگړه مار ورته جهاد وايي په روژه کي لوي عبادت دی اسلامي اوانساني منطق نلري .

راسئ که موږ په رښتياسره افغانان  يونو بايد ټول په خپل مينځ کښي سره پخلا اودا کنډواله وطن په خپلومټوجوړ او ابادکړو، دکورنۍ جگړې دوام ته دپاي ټکی کښېږدو .

زموږ فرهنگی ټولنه پدې باورده که  افغانان خپلو ملي گټواودسولی ارزښت ته جدی پام وکړي اودغوملي گټوته درسېدو لپاره دملي يووالي اوتفاهم اړين تياته دقدر اوملي ارزښت په سترگه وگوري،پدې ډاډه يوچې ټولي ستونزي به موډير ژرحل  اوسوله به تامين سي . ومن الله التوفيق

ددوستۍ دفرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې په استازيتوب حبيب الله  غمخور