کور / راپور / عمران خان ولسمشر اشرف غني ته د پاکستان د سفر بلنه ورکړې ده

عمران خان ولسمشر اشرف غني ته د پاکستان د سفر بلنه ورکړې ده

له ارګ څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د پاکستان لومړی وزير عمران خان افغان ولسمشر اشرف غني ته دغه هيواد ته د ورتګ بلنه ورکړې ده.

په خبرپاڼه کي راغلي، چي دواړو لوريو د سولي او اقتصادي چارو په هکله خبري وکړې.

خبرپاڼه زياتوي، چي عمران خان ولسمشر غني څخه غوښتنه کړې چي د اقتصادي مسایلو او سیمه ییز اتصال په اړه د تفصیلي بحث لپاره پاکستان ته سفر وکړي.

د ارګ په اعلاميه کي ويل سوی، چي عمران خان وويل:  “د جمهوررئیس غني اقتصاد محور لید، فکر او سیمه ییز اتصال سره توافق لري او اړتیا ده چي د دواړو هیوادونو د پلاویو په کچه د تخنیکي مسایلو په اړه خبري وسي.”

د ولسمشر غني وياند هارون چخانسوری وايي: دیپلوماتیک چینلونه به دغه سفر تنظیموي، خو وئې نه ویل چي ولسمشر غني به کله پاکستان ته ځي.

د عمران خان او ولسمشر غني خبري پر داسي مهال سوي چي په قطر کي د طالبانو او امريکايي چارواکو ترمنځ خبري رواني دي.

عمران خان وړاندي دافغانستان په هکله د موقت حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې وه، چي د افغان دولت له خوا د سخت غبرګون سره مخ سو او افغان دولت دا ډول څرګندوني د افغانستان په چارو کي لاسوهنه وګڼل.