کور / #PTM / د ترهګر پوځ په اشاره د علي وزير پر ضد مقدمه درج سوې ده

د ترهګر پوځ په اشاره د علي وزير پر ضد مقدمه درج سوې ده

په قبائلي سيمه شمالي وزيرستان کي د پښتون ژغورني غورځنګ پر مخکښ مشر علي وزير او د هغه سره مل پر ۱۲ نورو کسانو باندي مقدمه درج سوې ده.

دغه مقدمه د شمالي وزيرستان په مير علي سب ډيويژن تاڼه کي درج سوې ده.

دا مقدمه د شمالي وزيرستان د پوليسو مشر کفايت الله درج کړې ده او پکي ويل سوي، چي د وزيرستا ن د شوا تحصيل کي د ډېم جوړلو پر ضد د کابل خيل قوم او د پي ټي ايم غړي يوځای سوي وه، چي په هغې کي علي وزير او د هغه سره ملګرو احساساتي او د پاکستان د پوځ پرضد شعارونه ورکړي دي.

علي وزير  ددې پخلی کړی چي پر ضد ئې مقدمه درج سوې ده، خو وايي، چي په کرم تنګي سيمه کي د ډيم پر ضد غونډه د پي ټي ايم نه وه، بلکي دا د وزيرو د قوم يوه جرګه وه او د کرم تنګي ډېم پر ضد وه، ځکه چي ددغه ډېم په جوړولو سره د شوا تحصيل سيمي په لکونو خلګ اغېزمن کېږي.

هغه زياته کړه سيمې ته د خېبرپښتونخوا وزيراعلی محمود خان او د هغه سره قومي وزيران چي د مارچ په مياشت کي ورغلي وو دوی ته ئې باور ورکړی چي څو پورې د علاقې خلک نه وي رضا، په ډېم به کار نه کیږي خو بل لور ته په ډېم کار روان دي.

علي وزير وويل دوي کومه جلسه جلوس نه دی کړی خو د قامي جرګې غونډه ئې کړې ده.

له دې وړاندي هم د پي ټي ايم پر مشرانو مقدمې لګېدلي دي، خو د پي ټي ايم مشرانو تر ويلي، چي د خپلو حقوقو دفاع لپاره مبارزه کوي او د بې اساسه تورونو په وړاندي به ددوی مبارزه اغېزمنه نه سي.