کور / راپور / د پاکستان د ټکنالوجۍ وزير: ملک ملايانو ته نه پرېږدو، ملايانو خو جناح کافر اعظم بللو

د پاکستان د ټکنالوجۍ وزير: ملک ملايانو ته نه پرېږدو، ملايانو خو جناح کافر اعظم بللو

د پاکستان د مخابراتو او ټکنالوجۍ وزير فواد چودري ويلي، چي علماء د پاکستان د جوړلو مخالف وه او جناح ته به ئې کافر اعظم ويل.

فواد چودري پر داسي مهال دا څرګندوني کړي دي، چي په پاکستان کي د رمضان مياشتي په هکله بيا اختلافات راپورته سوي دي.

د پاکستان دولتي اداره وايي، چي په هيواد کي به د نوري اسلامی نړۍ خلاف د سه شنبې په ورځ د روژې اوله وي، خو بل لور ته بيا ځايي ملايان وايي، چي د رمضان مياشت ليدل سوې او نن د دوشنبې يا ګل په ورځ د رمضان لومړۍ نېټه ده.

د پاکستان د مخابراتو او ټکنالوجۍ وزير فواد چودري دغه اختلافاتو ته په کتلو يو ټويټ کړی او ويلي ئې دي، چي د هيواد  راتلونکی به ملايان نه بلکي ځوانان جوړوي او د ټکنالوجۍ په مټ به هيواد مخ ته ځي نه د ملايانو په خبرو.

نوموړي ويلي: “دا فېصله چي ملک به څنګه چلول کېږي په ملايانو نه کېږي ، که موږ د ملايانو خبرو ته کتلای  نو پاکستان به نه وای جوړ سوی، ځکه چي ټول غټ علما‌ء خو د پاکستان د جوړېدو پرضد وه او جناح صاحب ته به ئې کافر اعظم ويل”.

نوموړي دا هم ويلی، چي په راتلونکي کي به دوی يوه پنځه کسيزه کمېټه جوړه کړي، چي د روژې، اختر، محرم الحرام او نورو نېټو په هلکه به مالومات خپروي.