کور / راپور / اشرف غني: طالبان بايد روژې مياشتي ته درناوی وکړي او جګړه ودروي

اشرف غني: طالبان بايد روژې مياشتي ته درناوی وکړي او جګړه ودروي

افغان ولسمشر اشرف غني پر طالبانو بيا ږغ کړی، چي د سولي په خبرو اترو کي بين افغاني مذاکراتو ته ځان حاضر کړي او د افغانانو سره خبرو ته کښېني.

ښاغلي غني  د روژې په مناسبت  ولس ته په وېډيويي پېغام کي ویلي، چی روژه د رحمتونو مياشت ده او د همدې مياشتي په خاطر بايد وسلوال له جګړې لاس واخلي.

نوموړي ويلي: “د روژې مبارکه میاشت د سولې او پخلاینې میاشت ده، زه یو ځل بیا له طالبانو غواړم چي دې میاشتې ته درناوی وکړي او د افغانستان د خلکو د سولي او پخلایني غوښتني ته چي د سولي مشورتي لویي جرګې په پرېکړو کي ئې په واضح ډول انعکاس وموند، لبیک ووايي.”

نوموړي زياته کړې، چي د سولي او پخلايني لپاره هر ډول اقدام کوي او نه غواړي چي په هيواد کي د يوه افغان وينه هم توی سي.

له دې وړاندي د ملګرو ملتونو استازي، د امريکا ځانګړي استازي او نورو نړيوالو هم له طالبانو غوښتي دي، چي په روژه کي اوربند وکړی او جګړه ودروي.

خو بل لوري ته طالبانو لا له وړاندي ويلي دي، چي روژه د ثوابونو مياشت ده او په دغه مياشت کي جګړه تر نورو مياشتو ډېر ثواب لري، نو ځکه دوی اوربند نه کوي.

ښاغلي غني د طالبانو سره د سولي ترڅنګ پر امنيتي چارواکو او سرتېرو هم ږغ کړی دی، چي د امنيت په ساتلو کي جدي اقدامات وکړي.

نوموړي ويلي: “د افغانستان له امنیتي او دفاعي قواو غواړم چي په دې مبارکه میاشت کي د خلکو د امنیت ساتلو ته لا ډېر پام واړوي او خلکو ته تر وسه دا زمینه برابره کړي چي خپل ژوند او خپل عبادات په بېغمه زړه وکړي.”