کور / راپور / دفاع وزارت: په فراه کي د نشه اي توکو پر فابرېکو بريدونو کي ملکي وګړي نه دي وژل سوي

دفاع وزارت: په فراه کي د نشه اي توکو پر فابرېکو بريدونو کي ملکي وګړي نه دي وژل سوي

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، چي په فراه کي د مخدره توکو پر کارخانو د هوايي بمبار په پايله کي ملکي وګړو ته مرګژوبله نه ده اوښتې.

دا بريدونه د فراه ولایت د بکواه ولسوالۍ په اشکين کارېز او پلوسي کليو کي سوي دي.

د فراه ځايي چارواکي هم وايي، چي په دغه بريد کي طالبانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د فراه د والي ویاند محب الله محب وایي چي په دغو هوایي بریدونو کي شاوخوا ۵۰ طالبان وژل سوي، شاوخوا ۴۰ ژوبل سوي او په وینا یې پدې بریدونو کي د نشه يي توکو د تولید او پروسس ۶۸ فابریکي هم ویجاړې سوي دي.

ښاغلي محب وویل چي دا عملیات له څو میاشتو پلټنو او تحقیقاتو وروسته وشول. برید د فراه ولایت د بکواه ولسوالۍ د اشکین کاریز او پلوشې په کلیو کي شوی دی.

د فراه د ولایتي شورا غړی داد الله قانع هم وايي چي په دغو عملیاتو کي یوازې وسله وال طالبان وژل سوي دي او د هغوی د نشه يي توکو فابریکي ویجاړې سوي دي.

د کورنیو چارو وزرات ویاند نصرت الله رحیمي هم په خپل فیسبوک کي یوه ویدیو خپره کړې چي د هغه په وینا د فراه د ولایت د هوايي برید ویدیو ده. هغه وايي په دغو عملیاتو کي یوازې طالبان وژل سوي او د مخدره توکو فابریکي یې ویجاړې سوي دي.

طالبانو په يوه اعلاميه کي ويلي، چي په دغه بريدونو کي دوی ته هيڅ زيان نه دی اوښتی او ټول وژل سوي ملکي وګړي دي.

طالبانو ويلي، چي د مخدره توکو په کاروبار کي هيڅ طالب ونډه نه لري، بلکي دا په ملکي کسانو پوري اړه لري.