کور / راپور / لاهور: د داتا دربار سره چاودني ۴ پوليس وژلي او ګڼ شمېر کسان ژوبل دي

لاهور: د داتا دربار سره چاودني ۴ پوليس وژلي او ګڼ شمېر کسان ژوبل دي

د پاکستان په لاهور ښار کي د داتا دربار ته څېرمه چاودنه کي څلور تنه وژل سوي او تر ۲۴ پوري نور ژوبل دي.

بريد د لاهور ښار په داتا دربار زيارت ته څېرمه د پوليسو پر يو ګاډي سوی دی.

د عيني شاهدانو په حواله درې پوليس او يو شخصي ساتونکی وژل سوی او ګڼ شمېر نور ژوبل دي.

په ژوبلو کسانو کي د ۸ تنو روغتيايي حالت نازک ښودل سوی دی.

د بريد پړه د حزب الاحرار په نوم وسلوالي ډلي پر غاړه اخيستی دی.

ويل کېږي چي چاودنه د انفجاري موادو د چاودېدلو له امله رامنځ ته سوې ده.