کور / راپور / په سوات کي يوه هنرمنده خپل مېړه په ډزو وژلې ده

په سوات کي يوه هنرمنده خپل مېړه په ډزو وژلې ده

د خيبر پښتونخوا په سوات سيمه کي يوه محلي سندرغاړې مينه د خپل خاوند لخوا په ډزو وژل سوې ده.

د سيمي خلګ وايي، چي د ميني خاوند هغه تېره ورځ د روژه مات مهال په ډزو وژلې ده.

د ميني خاوند چي شوکت نومېږي د پيښي له ځايه تښتېدلی دی.

په خيبر پښتونخوا کي  د هنرمندانو په تېره ښځينه سندرغاړو ته په دې وروستيو کي زيات زيانونه رسېدلي دي.

د روان کال په فبرورۍ مياشت کي هم د پښتو ډرامو اداکاره لبنا چي په ګلالۍ مشهوره وه مردان کي ووژل سوه او مړی ئې په يو پټۍ کي وموندل سو.