کور / راپور / د ناټو عمومي قومندان: پر طالبانو پوځي فشار راولو، ترڅو سولي ته غاړه کښېږدي

د ناټو عمومي قومندان: پر طالبانو پوځي فشار راولو، ترڅو سولي ته غاړه کښېږدي

په افغانستان کي د ناټو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر وايي، چي پر طالبانو به پوځي فشارونه زيات کړی ترڅو دغه ډله خبرو اترو ته کښېني او سوله ومني.

نوموړي تېره ورځ فارياب ولايت ته تللی وو، ترڅو هلته له نژدې د امنيت جاج واخلي.

د مېلر سره نور افغان لوړ پوړي چارواکي هم مل وه.

نوموړي په فارياب کي يوې غونډي ته په وينا کي وويل، چي  د غوڅ ملاتړ ماموريت به په ځمکنيو او هوايي بريدونو سره طالبان دې ته اړ باسي ترڅو سولي ته غاړه کښېږدي.

نوموړي زياته کړه چي د ناټو ځواکونه به د خپلو افغان همکارانو سره په پوځي برخه کي همکاري لا زياته کړي.

مېلر دا څرګندوني پر داسي مهال کړي، چي په قطر کي د طالبانو او امريکايانو د شپږم پړاو خبري رواني دي.