کور / #PTM / منظور پښتين: پي ټي ايم د پوځ د ترهګرۍ کاروبار زيانمن کړی دی

منظور پښتين: پي ټي ايم د پوځ د ترهګرۍ کاروبار زيانمن کړی دی

د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين وايي، چي پي ټي ايم د پاکستان د پوځ د ترهګرۍ کاروبار زیانمن کړی دی.

نوموړي چي د امريکا ږغ ډېوه راډيو سره ئې تازه مرکه کړې ويلي، د پاکستان پوځ هڅه کوي چي د پي ټي ايم په هکله د خلګو ذهنونه خراب کړي.

نوموړي وويل، پوځ تل پر پي ټي ايم بې اساسه تورونه لګوي او دا ددې لپاره کوي چي خلګ د پي ټي ايم څخه ليري کړي، ځکه پي ټي ايم د پوځ د ترهګرۍ لوبه زيانمنه کړې ده.

نوموړي دا څرګندوني د پاکستان د پوځ د هغه بې اساسه تورونو په ځواب کي وکړې، چي وايي، پي ټي ايم ته له افغانستان او هندوستان څخه پيسې رارواني دي.

ښاغلي پښتين ددغه څرګندونو په ځواب کي وويل: “دا بې بنسټه تورونه دي چي ګواکي مونږ له بهرنیو استخباراتي ادارو څخه پیسې ترلاسه کوو. دوی په دې اړه یو ثبوت هم نه سي وړاندې کولی.”

نوموړي زياته کړه: “پوځ دلته ترهګر روزي او بیا دا ترهګر زمونږ په هېواد او د نړۍ په نورو هېوادونو کي بریدونه کوي. د یو غورځنګ په توګه د پي ټي ام له راپورته کيدو سره اوس پوځ په ارام زړه دا کارونه نسي کولای او د هغوی دغه تجارت له ستونزو سره مخ سوی.”

ښاغلي پښتين وویل، چي دا خپله پوځ وو چي د ترهګرۍ په نوم ئې ۳۳ مليونه ډالر ترلاسه کړل او بې ګنا پښتانه ئې ووژل او کورونه ئې ورته وران کړل.