کور / شعر / دا ورځ وليکه د ژوند په خاطرو کي

دا ورځ وليکه د ژوند په خاطرو کي

اها!

دا ورځ وليکه د ژوند په خاطرو کې
ـــــــــــــــــــــــــ

چې یو سر او سل سودا وي
نیمه شپه وي او خوب نه وي
ورو مچکه درنه واخلي
په وړه ژبه ووايي
پاپا تا شله (سره) لولو شم
واړه لاسونه درنه تاو کړي
ټول غمونه درنه هېر کړي
*****
سهار دندې ته روان وې
لور په ټنډه باندې ښکل کړي،ورته وایي
بچۍ څه شی درته راوړم له بازاره؟
بابا ماته میړه راوړه له بازره
زه یې خورمه….
زړه دې درد وکړي او سترګو کې دې
اوښکې شي راټولې
لاس په سره ورته راتېر کړې
اه!
بچۍ، کاش چې پوهېدلی،
ميړه نه د خوراک څېز نه د سینګار دی.
ټوله ورځ د لور خبرې پورې خاندې…
********
له جنګ وروسته مرور وي
خپله نه، خو د ماشوم په خوله کتاب درڅخه غواړي
غوسه پاڅي، المارۍ ته ټوپ وهې
خو نه رسیږي.
له شا غږ درباندې وکړي؛
لنډۍ لرې شه! په خپله یې راخلم
خور غوسه کې په خندا شې
ورور ته منډه تر وره ورکړي…
*********

چې د حقې روژې ورځ وي
یې لګیا په پخلنځي کې
هم پخلی کړې او هم څکه
دروازه کې یو ماشوم درباندې راشي..
په وړه ګوته اخطار درکړي او وايي
اها!، ومې لیدي ومې لیدې!
ودې خوړه!
نه، نه مالګه مې کتله داسې نده
بس په چغو سورو سر شي
ته په خوله یې لاس ورکیږدې، ورته وایې
ایشششش!
موږ ملګري سره نه یو انډیواله!؟

**********
چې له خیاله څانګې وانګې
پوهنتون ته وې روانه
یو ناڅاپه تیندک وخورې وغورځېږې
هغه لاره کې ولاړ وي
په لیدو یې سترګې ښکته وارخطا شې
او هغه درته مسکی شې درته وايي،
خیر دی،خیر دی، کله کله داسې کېږي
لاس در اوږد کړې له تیندک دې کړي راپورته
غلي غوږ کې درته وایي
دا ورځ ولیکه ، د ژوند په خاطرو کې….

Mehar Taj