کور / راپور / جنرال ډانفورډ: په افغانستان کي به د تروريزم ضد امريکايي پوځيان پاتي وي

جنرال ډانفورډ: په افغانستان کي به د تروريزم ضد امريکايي پوځيان پاتي وي

د امريکا لوی درستيز جنرال جوزف ډانفورډ ويلي دي، ترڅو پوري چي په افغانستان  کي ترهګري وي تر هغو به ځيني امريکايي سرتېري هلته ميشت وي.

نوموړي دا خبري په امريکا کي د کانګريس يوې کمېټې ته کړي دي.

نوموړي ويلي: ” فکر کوم تر څو پوري چې په افغانستان ترهګري  روانه وي، دې ته اړتيا ده چي موږ هلته د تروریزم ضد عسکر ولرو. “

نوموړي پر داسي مهال دا څرګندوني کړي دی، چي د قطر په پلازمېنه دوحه کي د طالبانو او امريکايي استازو ترمنځ د شپږم پړاو خبري رواني دي.

دواړو لوريو ويلي، چي خبري له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو پر وتلو او له افغانستان څخه امريکا ته د ګواښ نه پېښېدلو پر ضمانت راڅرخي.

دواړو لوريو دا هم ویلي دي چي په خبرو کي د پام وړ پرمختګ سوی دی خو نور جزیات ئې نه دي ورکړي.