کور / اقتصادي / امريکا پر ايران نور بنديزونه ولګول

امريکا پر ايران نور بنديزونه ولګول

امريکا د ايران پر تيلو د بنديز وروسته ددغه هيواد پر دويم غټ توليد اوسپنه هم بنديز ولګوی.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروسته له هغه دا بنديز ولګوی، چي ايران وويل د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون څخه د امريکا د وتلو په غبرګون کي به دوی خپل اټومي يورانيوم غني کړي.

د امريکا ولسمشر ډولنډ ټرمپ د ايران سره د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون څخه ووتی او دا ترړون ئې د امريکا په زيان باله.

نوموړي د خپلي نوماندۍ په مهمو کمپاينونو کي د ايران سره د سوي اټومي تړون څخه د وتلو ژمنه هم کول.

ټرمپ پر ايران بېرته پخواني بنديزونه وضع کړل او د غه هيواد ئې د سخت اقتصادي بحران سره مخ کړی دی.

ايران په لومړي قدم کي د تيلو څخه تر ټول زيات عائد لاسته راوړي، چي لا له مخکي د تيلو پر توليد د امريکا لخوا بنديز لګېدلی وو.

خو اوس تازه بنديزونو کي د ايران اوسپنه، اسټيل، اېلومينيم او تانبې برخي شاملي دي.

ايران ددغه برخو څخه د ټول هيواد په کچه لس سلنه عائد ترلاسه کوي.