کور / اقتصادي / هند پاکستان ته: ګه ترهګري بنده نه کړئ، اوبه درباندي بندوو

هند پاکستان ته: ګه ترهګري بنده نه کړئ، اوبه درباندي بندوو

د هند د اوبو او انرژۍ وزير نيتين ګنکاري پاکستان ته ګواښ کړی دی، چي که ترهګري بنده نه کړي نو هند به اوبه ورباندي بندي کړي.

د هند د انډيا ټايمز ورځپاڼي په حواله ښاغلي ګنکاري دا خبري د يوه ځايي کانديد په کمپاینغونډه کي وکړې.

نوموړي وويل: “د اوبو وزارت لا له  وړاندي په هغو سیندونو کي د اوبو د درولو لپاره کاري نقشه جوړه کړې ده، له کومو چي پاکستان ته اوبه بهېږي.”

د نوموړي په خبره، دغه اوبه به هند ددې لپاره مهار کړي، چي په کور دننه کي کروندګر ورڅخه ګټه پورته کړي او د هغوی د مځکو خړوبلو کي مرسته وکړي.

ښاغلي ګنکاري زیاته کړه، حکومت پلان لري چي په پنجاب، هریانا، اوترخند، اوترپرادېش او راجستان کي د اوبو شپږ بندونه جوړ کړي او له دې لارې به د اوبو ستونزه تر ډېره بریده حل سي.

“د هند او پاکستان ترمنځ په ۱۹۶۰ کال کي د سنده-طاس په نامه د اوبو تړون سوی دی، خو بنسټ ئې په سولیزه اړیکو باندې دی،  که د ترهګرۍ اوسنۍ مخ بدل نه سي نو هند به پرپاکستان باندې د خپلو اوبو د بندولو په برخه کي سختي پرېکړې ته ډېر صبر و نه کړي.”