کور / راپور / پکتيا چارواکي: د حقاني شبکې او د طالبانو منصور ډلي ترمنځ جګړه پېښه سوې ده

پکتيا چارواکي: د حقاني شبکې او د طالبانو منصور ډلي ترمنځ جګړه پېښه سوې ده

د پکتيا چارواکي وايي، چي ددغه ولایت په سيد کرم ولسوالۍ کي د حقاني شبکې او د طالبانو د منصور ډلي ترمنځ جګړه سوې ده چي مرګژوبله ئې هم اړولې ده.

د پکتيا ولايت رسنيز دفتر څخه په خپره سوې اعلاميه کي ويل سوي، چي د پکتیا ولایت سید کرم ولسوالۍ په کوهسین سیمه کي د حقاني شبکې او وسله والو طالبانو د منصور ډلي تر منځ په نښته کي دوه تنه وسله وال طالبان وژل سوي دي.

د خبرپاڼي له مخي، دغه نښته نن پنجشنبه سهار شپږ بجې د حقاني شبکې د ځایي قوماندان علم ګل (مشهور په زرقاوي) او وسله والو طالبانو د منصور ډلي د ځایي قوماندان قاري غمي تر منځ د زکات او عشر پر پیسو رامنځته سوې چي په پایله کي ئې د قاري غمي د ګروپ دوه تنه وسله وال وژل سوي دي.

خبرپاڼه وايي، چي په دې وروستیو کي افغان دولت د تروریستي شبکو د مالي سرچینو د وچولو هڅي ګړندۍ کړي دي چي له امله ئې پر مالي منابعو د یادو ډلو تر منځ اختلاف زیات سوي دي.

طالبانو په دې هکله تراوسه څه نه دي ويلي.