کور / تازه خبرونه / پكتيا: اته وسلوال ووژل شول

پكتيا: اته وسلوال ووژل شول

په پكتيا ولايت كې د اتو تنو طالبانو د وژل كيدو څخه خبر وركړل


د پكيتا ولايت امنيې قوماندان مل پاسوال عصمت الله عليزي نن سهار وويل چې دغه اته تنه يې د ګرديز ا ړوند د چوڼۍ او شيخانو په سيمه كې د يو لړ عملياتو په ترڅ وژلي دي.


د ښاغلي عليزي په وينا دغه عمليات چې تيره ورځ پيل شوي تر ناوخته ماښامه يې دوام وكړ چې په ترڅ كې يې درې تنه ټپيان شوي هم دي. نوموړي په دې عملياتو كې يوه اندازه وسلې د نيولو څخه هم خبر وركړ.طالبانو په دې اړه تر دې مهاله څه نه دي ويلي.