کور / کیسه / [لنډه کيسه] کوچی

[لنډه کيسه] کوچی

‏۲۱ د چنګاښ ۱۳۸۷ ‏

د لمر روښنایی ورو ورو  په  ورکیدو وه.  د مازیګر او ماښام تر مینځ وخت وو. او لمر له ورایه سور بخن او  ‏غمجن معلومیده تا به ویل چی تمامه ورځ وګرځيد او وګرځید اما چا ورته په ورین تندی هم  ونه کتل. ‏
ښځه د کیږدی لورته روانه وه. په ورو ورو قدمو کیږدی ته  نږدی کیده په اوږه یی هم یو وښو دروند بار ایښی وو. ‏له سر او پښو یی خولی روانی وی تا به ویل چی همدا اوس له تاوده حمامه را وتی وی. په واښو به یی هم تنور ‏تاوداوه او هم به یی دیګ او پخلی کاوو. ‏
کله چی کیږدی ته نږدی شوه نو د کیږدی له منځه د یوی زړی ښځی آواز جګ شو چی ویل یی‏
‎“‎ژر ژر شه تر اوسه چیری ورکه وی؟‏‎“‎
ښځی  چی د مازیګر لمونځ یی هم نه وو کړی ډیره ستړی او وږی شوی وه. د خبرو کولو توان یی نه درلوده. هیڅ ‏یی هم ونه وایل او او د کوچنی څنګ ته چی ژړل یی، نژدی شوله له ځایه یی جګ کړ او د کیږدی کنج ته لاړه او  د ‏پیو ورکولو ته یی شروع وکړه. هغی ډیره هڅه وکړه اما ماشوم د تی روبدلو ته مینه نه څرګندوله او ژړا ته یی دوام ‏ورکړ.  ښځی هغه په اوږه واچاوه او له کیږدی ووته.‏
‏* * *‏

له کیږدی را ووته او دیخوا هاخوا وګرځیده چی ګوندی آرامه به شی او بیا به ورته شیدی ورکړی. اما ماشوم چپ ‏نشو او ژړا یی نوره هم زیاده شوه. ‏
ښځی ماشوم یو ساعت غوندی و ګرځاوو تر سو آرامه شو او بیا یی په شیدو ورکولو پیل وکړ. د ماشوم  چی بدن یی ‏هم ډیر تود وو، د څو دقیقو شیدو څښلو وروسته یی د شیدو څښل بس کړل او بیرته یی په ژړا پیل وکړ. ‏
زړه ښځه چی ډیره په قاره هم وه  بیا ناری وکړی‏
‏\”ځوانی مرګه شی تا همالته کیناستی. دیګ دی له هیره وتی؟ که سالم راغی بیا به خوله وازه کی او دواړه به مو بی ‏عابه کی…. ته خو شرم نلری\”‏

ځوانه ښځه چی زرلښته یی نوم وو.  دری کاله مخکښی خپل تره زوی ته واده شوی وه.  جګه نری کوچی انجلی وه ‏چی په درد او غم کښی لویه شوی او د دنیا له ښه او بد نه هیڅ خبره نه وه. ځان او خپله کورنی یی پیژندله او بس.  او ‏د خپل میړه نه چی وخت نا وخت به یی کله د دودی ، ماشوم او یا د مور په سر وهله، ډیره ډآریدله.  دا د د نیا د زرق ‏او برق نه هیڅ خبره نه وه. خپل وزي ا و پسونه به یی کله کله پیایل او مازیګر مازیګر به یی له غرونو تپو نه وچ ‏لرګی ټولوول، دده ټول ژوند وو.  او کله کله به یی چی خپل شبږ میاشتینی ماشو م له ځانه سره نه وړه نو د هغه د ‏لیدو لپاره به یی تمام ورځ په چورتونو
 تیروله. خو بیا هم د ده له لاسه هیڅ سه پوره نه وو. او له میړه نه  یی چی هره ‏ورځ  به د شودو او مستو د خرڅولو لپاره نږدی بازار ته ته، هم بد راته ځکه چی داسی ورځ به نه وه چی هغه به نه ‏وهله. کله به یی خو ټول ځان له وهلو تک شین اووښتی او درد به یی کاوه.  ‏
هغه په همدی فکر کی وه چی کوم چا له شا نه سلام کړ
سر یی وګر ځاو او د تره ځوی یی ولید چی د کیږدی پردی څنګ ته ولاړ دی، پرده یی جګه کړه او د سلام ځواب ‏یی ورکړ او وی ویل ‏
‏\”راځه څوک نشته\”‏
‏\”ما ویل پردی ښځی دی\”‏
‏\”نه هیڅ څوک هم نشته دی\”‏
د تره ځوی یی چی ډیر ستړی او ستومانه وو راساْ د کیږدی مینځ کی کیناست او ډوډی یی و غوښته. ډوډی خو تیاره ‏نه وه نو همدا وو چی زرلښتی ځان ها خوا و دیخوا کړ تر څو څان مصروفه کړی  او د خاوند یی ډوډی هیره شی. ‏خو داسی و نه شوه. ‏
خو هغه چی ډیر وږی وو، بیا یی تری وپوښته
‏\”ډوډی تیاره ده که نه\”‏
هغی ِ غوښتل چی یوه  بهانه وکړی خو د ځوی ژړا یی هغه مصروفه کړه او د خپل ځوی لور ته لاړه چی هغه آرامه ‏کی.‏
میره یی چی په قار وو، بیا د ډوډی پوښتنه وکړه ښځه او مور یی چی دواړه د کیږدی په کنج کی ناست وول، خپل ‏آواز و نه ایست. مو یی هم چی د خپل ځوی په مخ کی د خبرو کولو توان نه درلوده خو بیا یی هم په ډیرو کوښښونو ‏وویل
‏\” دی ځوانیمرګی ته می ډیر وویل چی ډوډی تیاره که خو دی تمامه ورځ د ایوان سره تیره کړه… هغه هم نن له چتی ‏وتی وو. تر ماښامه یی وژړل.\” ‏
هلک سپین او شین شو خو هیڅ یی هم ونه ویل
‏* * *‏
شپه نیمه شوه او دوی ټول هر یو خپل خپل ځای کی پریوتی وو او چوپه چوپتیا په تمام ماحول کی خپره وه. چی د ‏هلک د ژړا آواز جګ شو. ‏
زرلښتی چی هر څومره کوښښ وکړ، هلک یی چوپ کولای ونه شو. د هلک ځان هم تود وو، تبه یی ډیره لوړه وه. ‏او چیغی یی وهلی د ښځی نور طاقت و نه شو او ماشوم یی له ځانه سره بیرون وایست. هر څه یی چی و کړه، ماشوم ‏آرامه خو نشو او لاهم يی چغی زیاتی شوی. کته او پورته یی وګرځاوو خو فایده یی نه درلوده نو بیا یی فکر وکړ که ‏داسی دوام ورکړم نو ټول خلک چی په کیږدیو کی دی ویښ به شی. نو همدا وو چی بیرته یی د خپلی کیږدی لور ته ‏حرکت وکړ. چی کیږدی ته ورسیدله نو د هلک پلار ویښ شو او په ښکنځلو یی پیل وکړ. اما زرلښتی چی تمامه شپه ‏په خوب تیره کړی وه هیڅ ونه ویل او دا کار یی خاوند چی دشپ
 ی له سره په قار وو لا په قار که او وی ویل
‏\”داسی چپه ناسته ده ته به وای چی په خوله کی ژبه نلری\”‏
ددی له ویلو سره له ځایه جګ شو اول یی ماشوم یو دوه سپیړی ووهه اوبیا یی زرلښتی ته شروع وکړه او څو څوکه ‏او لغتی یی په هر ځای ووهله. ‏
هغی یو ځل آخ وویل او بیا یی ووی
‏\”لاس دی را ته مات کړ.\”‏
زرلښتی چی په آسانی یی نه ژړل، په ژړا شروع وکړه او دومره یی وژړل چی ټول یی له خوبه پاڅوول. میړه یی ‏هم چی ډیر په قار وو، بیا ورته را تاو شو چی وی وهی خو هغی په ډیره عاجزی خپل میړه له وهلو منع کړ او د ‏لاس یی ورته شکایت وکړ. ‏
هغه خو اول باور نه راته خو بیا یی په زړه کی وګرځید ‏
‏\” شاید رښتیا وایی\”‏
نږدی شو او د زرلښتی لاس یی په لاس و نیو او و یی ښوراوو، وی لیده چی لکه یومات شوی لرګی هر خوا ته ‏تاویږی او درد کوی، له عادی حرکته پاتی دی رنګ یی شین ا وسور دی پوه شو چی رښتیا لاس یی مات شوی دی.‏
دی کار هغه نور هم په قار کړ او تر یو ځایه چی تللی وو بیرته وګرځید او یو دوه سپیړی یی تری کش کړی او بیرته ‏خپل ځای ته لاړاو د ژبی لاندی یی وويل
‏\”پدر نالتی بیا راته جنجال جوړ کړ\”‏



د زمری شبږمه ۱۳۸۷ کال‏
وزیر محمد اکبر خان مینه، کابل