کور / راپور / سویلي کوریا د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له پروسې ملاتړ وکړ

سویلي کوریا د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له پروسې ملاتړ وکړ

د هېواد د ملي امنیت سلاکار ‌‌‌‌‌‌ډاکټر حمدالله محب او کابل کي د سویلي کوریا استوګن سفیر  يې ژاهیونګ نن د خپلې لیدنې پر مهال د سولې په پروسې، دوه اړخیزو همکاریو، د امنیتي، اقتصادي او پوهنې مسایلو په شمول پر انکشافي پروژو  بحث او نظریات تبادله کړل.

‌‌‌‌‌‌ډاکټر محب یادو سویو برخو کي له افغانستان سره د سویلي کوریا د همکاریو قدر داني وکړه او د اړیکو په لا پیاوړتیا یې ټینګار وکړ.

ښاغلي ژاهیونګ وویل، چي هېواد یې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له بهیر ملاتړ کوي. هغه همدا راز له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو د دوام ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکړ.