کور / راپور / غزني کي ماين چاودني ۷ ماشومان شهيدان کړي دي

غزني کي ماين چاودني ۷ ماشومان شهيدان کړي دي

د غزني په مقر ولسوالۍ کي د يو ماين د چاودني له امله ۷ تنه ماشومان شهيدان سوي او دوه نور ژوبل دي.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري وايي، دغه پېښه نن سهار ۹ بجې ددغې ولسوالۍ په چمبران سيمه کي رامنځ ته سوې ده.

نوموړی وايي، چي دغه ماين د وسلوالو طالبانو له خوا ځای پر ځای سوی وو، چي د لوبو پر مهال ئې پر ماشومانو چاودنه وکړه او ګڼه مرګژوبله ئې رامنځ ته کړه.

بل خوا د غزني د ولایتي شورا مرستیال امان الله کامراني وايي، چي د سړک غاړې ماینونو چاودنو د دغه ولسوالۍ خلک له ننګونو سره مخ کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، چي د سړک غاړې ماین چاودنو او د طالبانو د فشار له امله ګڼو خلکو خپلې سمې پريښي دي.

طالبانو ديادي پېښي په هکله تراوسه څه نه دي ويلي.

تېره ورځ هم د په فاریاب ولایت کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله څلور ماشومان شهيدان سول او پنځه نور ټپيان سول . دغه پېښه د یاد ولایت د دولت اباد ولسوالۍ په چهارشان غو سیمه کي رامنځته سوه.

د فارياب امنيه قومنداني وايي چي دغه ماشومانو په سيمه کي څاروي څرول چې دغه چاودنه پري وسول.

افغانستان کي هره ورځ په لسګونو ولسي وګړي په ماين چاودونو، بمباريو او ګڼو نورو پېښو کي خپل ژوند له لاسه ورکوي.