کور / هراړخیز / مینه سپیڅلی احساس او د زړه جوړښت دی

مینه سپیڅلی احساس او د زړه جوړښت دی

مینه نه په زور او نه هم په غیرت پالل کېږي.

د مينه منګل پر وژنه د مهرتاج غبرګون


که مئین شوی، نو د ګډ ژوند لپاره یوازې په میینتوب اکتفا مه کوئ، ځکه ګډ جوند جوړول خپل اصول، حدود، قواعد او ځینې ځانګړې او فردي غوښتنې دي، چې دا په تفاهم رامنځته کیږي یوازې مینه یې معیار نه دی.

زمونږ د افغانانو یوه ستره نېمګړتیا دا ده که په هوا کې له مرغانو او په ځمکه له ګلانو سره مینه لرو، نو اول یې ترې ازادي/ ژوند اخلو، بې روحه او بې حسه یې کړو بیا ترې لکه یوه د ساعتیرۍ اله اسفاده کوو.
ګلان له ښاخه پرې او مرغیو ته د قفسونو/ زندان تاج محل جوړوو. دا فکر نه کوو چې د دوی د ژوند خوښي او لومړیتوب څه دی او څه غواړي.

وروسته له واده غیرت / تاوتریخوالي او بدو پېښو بهتره ده چې لومړۍ تفاهم ته سره ورسېږئ. د مینې له اظهاره مخکې پر فکرونو او غوښتنو سره وغږیږئ.

یا هم له لومړنې شرم و حیا په نوم چې څنګه انتخاب وکړم، سپین سترګې او… ښه ده چې بې غیرته او سپین سترګی/ ې وبلل شي.
هوښیار متل کوي: دوه مینټه سترګې مړې کړه، ټوله ورځې موړ ګرځه.
اول بغاوت د عنعناتو او کورنۍ پر وړاندې تر وروستي ټول ژوند بربادۍ بهتر دی.

هلکانو ته توصیه ده چې د خپل هوس و احساساتي یوازې مینې په نامه د دوه کورنیو بخصوص یوې معصومې پیغلې ژوند سره لوبې مه کوئ، په زور او تنها په خپله خوښه ژوند مه غواړئ، ژوند مشترک دی د مقابل لورې اغراض او غوښتنې هم په نظر کې ونیسئ.

نجونو ته هم توصیه ده، چې د یویشتمې پیړۍ مینه په قربانۍ نه ارزي، خوښي تفاهم دی یو جوړښت دی نه یوازې “مینه درسره لرم ”

په سره او شنو باغونو درښوولو او وعدو درکولو یې مه تیروزئ، تر څو مو تللی/اندازه او فکر مو یې معلوم کړئ نه وي.

#مینه_منګل_روح_یې_ښاد

مهرتاج