کور / راپور / رابرټ کېټس: په اوسنيو شرائطو کي له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو وتل به خطرناکه پايلي ولري

رابرټ کېټس: په اوسنيو شرائطو کي له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو وتل به خطرناکه پايلي ولري

د امريکا د بهرنيو چارو پخوانی وزير رابرټ ګېټس وايي، چي په اوسنيو شرائطو کي له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو وتل به دا هيواد د نا امنۍ خواته ټېل وهي او يو ځل به بيا د طالبانو تر واکمنۍ لاندي راسي.

د نوموړي په خبره، که امريکايي ځواکونه په اوسنيو حالاتو کي له افغانستان څخه ووځي دا به ډېري خطرناکه پايلي ولري. او امريکا بايد دا يقيني کړي چي د ځواکونو په وتلو سره يو باثباته او محکم افغان دولت شا ته پرېږدي.

ښاغلي ګېټس وايي: “زما په نظر د ځواکونو د راویستلو پرمهال موجوده شرایط مهم دي، زه فکر کوم چي افغان حکومت ته د بقا چانس برابرول د افغانستان د راتلونکې لپاره مهم دي.”

نوموړی وايي، پوښتنه داده چي ايا طالبان به دې ته حاضر سي چي د افغانستان د اساسي قانون تر سيوري لاندي سياسي بهير کي برخه واخلي.

نوموړی وايي: “که موږ له افغانستان خپل سرتېري وباسو او افغان حکومت یوازې پرېږدو، نو د مثال په توګه تاسې ددې ګام پایله د افغان ښځو او د ښوونځیو نجونو په برخه کي وګورو، که موږ افغانستان طالبانو ته وسپارو او لکه د طالبانو د واکمنۍ حالت راسي نو په امریکا کې به غبرګون څه وي ، مثلا که یوه مېرمن سنسګسارېږي امريکايان به څنګه احساس ولري.”

نوموړي پر داسي مهال دا څرګندوني کړي دي، چي په قطر کي د طالبانو او امريکايي چارواکو ترمنځ د شپږم پړاو خبري پای ته ورسېدې، چي له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو وتل ئې يوه له مهمو موضوعاتو څخه وه.