کور / سپورټي / افغان کرکټ بورډ‌ څنګه په فساد کې ښکېل شو ؟

افغان کرکټ بورډ‌ څنګه په فساد کې ښکېل شو ؟

لیکواله: زرغونه فریال

دافغانستان کرکټ بورډ ورځ تر بلې چپې خواته روان دی، دا چې علت یې څه دی پر دې باندي په دې لیکنه کې بحث کوو.

د کرکټ بورډ‌دپالیسي له مخي تر پنځه زره (۵۰۰۰) نیولې بیا تر  تر څلور سوه پنځه نیوي زره (۴۹۵۰۰۰) افغانیو پوري چې هر ډول پېر او پلور کېږي باید په یوه ځايي ورځپاڼه او همدا راز د کرکټ بورډ‌ په رسنیو کې خپور شي‌.

دا اعلان به تر (۲۱) ورځو پوري پروت وي ، او په دغه دریو اونیو کې به د پېر او پلور کمپنۍ چې علاقه  ولري خپل غوښتنلیکونه ورته لیږي، بیا به کرکټ بورډ یوه کمېټه ټاکې او ددې غوښتنلیکونو ارزیابي به کوي، مطلب د دې د نر خ تر معلومولو وروسته به په تخنیکي‌ډول برابر ، ارزانه او په معیار برابرې کمپنې ته د پیر یا پلور قرار داد ورکول کېږي .

دا قرار داد چې یوه کمېټه به یې د څېړلو دنده په غاړه لري د کرکټ بورډ ( CO) یا اجرایوي رييس ته ور وړل کېږي ، که چېرته  اجرایوي ریس دا تړون ولوست تر نظر يې تير کړ بیا به د کرکټ‌بورډ چرمین ته وروړل کېږي‌او د کرکټ بورډ‌ر چیرمین به وروستی لاس لیک ورباندي‌کوي‌.

مطلب هر هغه د پیر او پلور قرار داد چې تر پنځه زره افغانیو لوړ وي‌په هغه کې د کرکټ بورډ د چرمین لاس لیک ضروري دی .

پورته خبري د کرکټ بورډ په اصتلاح په (LCB)  کې راځي‌ .

دوهم خبره ICB – International Competitive Bidding د نړۍ وال رقابتي سیالي‌ هغه مهال کېږي‌چې په نړۍ واله کچه د افغانستان کرکټ بورډ یا څه پلوري‌یا یې پېري .

د بېلګي په توګه که روزونکی پېرل کېږي‌او یا د کرکټ لوبو رایټس  Rightsپلورل کېږي نو په دې صورت کې به کرکټ بورډ په یوه نړۍ وال اخبار کې اعلان کوي ، يا په یوه بل ځايي اخبار کې او همدا راز به دا پیر او پلور نړۍ وال مارکیټ ته اچول کیږي‌.

کله چې نرخونه راشي بیا به د اوپنینګ یا پرانیستلو کمېټه دا نرخونه پرانیزي او د رقابتي‌سیالي‌کمېټې ته به یې سپاري .

وروسته به بیا هم هغه د ۲۱ ورځو د قانون مطابق پرېکړه پر کېږي ،لومړی به اجرایوي رييس فیصله کوي ‌او وروسته به د چرمین له لوري‌لاس لیک ورباندي‌کېږي ،خو دا هرڅه به تر ۸ ورځو ‌انتظار نه وروسته کېږي چې څوک پرې اعتراض ونه کړي ، که څوک په دې ۸ وروځو کې شکایت وکړي‌د شکایت کوونکو شکایت به په ۱۴ ورځو کې فیصله کېږي اعتراض کونکې کمپنۍ ته به ډاډ ورکول کېږي چې د کرکټ بورډ له لوري شوی قرار داد پاک او شفاف دی .

اوس د افغانستان کرکټ بورډ د مۍ میاشتي پر ۷ نېټه په هند کې د (Amul) امول په نوم یوه شرکت سره په بېسارې شعوري‌ تېروتنه یو ډېر غري اصولي قرار داد کړی دی چې نه د کرکټ د نړۍ والو اصولو په چوکاټ کې راځي او نه هم دافغانستان د کرکټ‌ بورډ په هغه قانون کې چې د ولسمشر له لوري‌ توشیح شوی دی .

افغان کرکټ بورډ د هم دغه قرار داد لپاره د الکوزي شرکت ته (۳) میلیونه ډالر آفر (وړانديز) ورکړ خو د الوکوزي شرکت د همدې قرار داد د اخیستلو نیت په شا وخوا (۱) یو میلیون ډالر لاره ، لیکن د الوکوزي شرکت له لوري‌ د کرکټ بورډ مسئولینو ته توري پیسې یا ریشوت نه ورکول کېده ،ځکه یې هغه قرار داد ونشو او پر ۱۶ فبروري يي د الکوزي شرکت د دریو میلیونو آفر رد کړ.

کرکټ بورډ پنځه میاشتي‌وخت لاره چې دا سپانسر شیف اعلان کړي ،خو بیا یې هم دا کار ونه کړ.

وړاندي تر دې چې نړۍ وال کارکونکي په کرکټ بورډ کې په دندو ګومارل کیدل نو  د افغان کرکټ بورډ‌، ‌ای سي سي د ویب سایټ او نورو نړۍ والو اخبارونو څخه اعلانېدل چې بېلګه یې موږ د افغان کرکټ ټیم د کوچ Philip Verant Simmons ورکولای شو

اوس د هر ډول اعلان کولو پرته افغان کرکټ بورډ سینګل سورس یعني یوې منبې ته تللی دی . چی یوه منبع یا سر چینه د دافغانستان په قانون کې انتهايي غیرقانوني عمل دی

خو بیا هم سینګل سورس ته تلل یوه ځانګړې پروسه لري چې په پوره شفافیت سره وشي او د کریکټ بورډ د چرمین په صلاحیت دا کار کیږي؛ خو دا کار په انتهایی پټ انداز سره شوی دي.

دا ډول قراردادونه هغه صورت کي کیږی چې د کریکیټ بورډ چرمین او اجرایوی رییس بډې یا رشوت ورکې واخلي

تر ډيره په افغانستان غوندې هیواد کې په ورته کړنو کې د دوښمنو هیوادنو استخباراتی کړۍ ښکیل وی

استخبارات د استخباراتی جګړو په ترڅ کې د ورته کړنو په کولو د هیوادونو نیتونه خبرابوي

اوس ډير امکانان شته چې یوه نړیواله کمپنۍ پر افغان کریکیټ بورډ د معلوماتو د ساتلو دعوه وکړي اود کریکیټ بورډ چرمین او اجرایوی رییس نړیوال عدالت ته را کش کړي او د افغانستان کریکیټ بورډ جریمه کړي.

تاوان څه پېښ شوی دی؟

د نړۍ په مار کیټ کې هر کرکیټ ټیم خپل قیمت وي د انډیا ټیم د تلویزیون د نشراتو قیمت له دوه ډالرو نیولې بیا تر لس میلونه ډالرو پورې ده خو دا په دې اړه لري چې لوبه د کوم هیواد سره ده.

د انډیا او پاکستان تر منځ د یوه نړیوال میچ د تلویزیونی نشراتو قیمت ۲۸ میلونه ډالره ښودل شوی دی .

د سپانسر قیمت یا ارزښت د هندوستان د ټیم د یوه میچ که هغه له هر چا سره وی له (۸۰۰۰۰۰) بیا تر یومیلیون ډالرو پورې دی.

اوس افغانستان په نړیوال جام کې (۹) لوبي لري

انډیا، انګلینډ، سوت افریکا چې د نړۍ د کریکیټ ځواکمن ټیمونه دی.

له هغه وروسته بیا پاکستان او بنګله دیش دی

بیا نیوزرلینډ او اسټرالیا دي

وروسته بیا سریلانکا او افغانستان دی

یو پر بل پسې هیوادونو د کریکیټ ډګر کې پیاوړی دي

خبره داده چې د کرکټ نړۍ وال کپ تر دوه بیلیونه زیات لیدونکي‌د نړۍ په بیلا بیلو تلویزونونو کې لري .

دې ټولو دوه بیلیونه وګړو ته افغانستان خپل رایټس Rightsپه ۱۵۰ زره ډالره ورکړل .

ایا ښه به نه وو چې د یوسلو پنځوس زره ډالرو پر ځای یوه افغانه کمپنۍ د نړۍ دې ۲ بیلیونه انسانانو ته ورمعرفي شوې وای ؟

که د کرکټ بورډ ښاغلی چرمین په درغلیو او فساد ککړ نه وي ،نو بیا یې دا رایټس ولي پټ وپلورلئ ؟

 زموږ د کرکټ ټیم نړۍ وال قیمت تر دې وړاندي دوه عشاریه څلور میلیونه ډالرو وو، یاني تقریبأ دوه نیم میلیونه ډالر ،خو له دې نړۍ وال ټورنمنټ وروسته به د افغان کرکټ‌ټیم د سپانسر شیپ قیمت انتهايي ټیټ وي .

بده دا نده چې د کریکیټ بورډ چرمین عزیز الله فضلی او اجرایوی رییس اسدالله به په دې قراداد کې یوه اندازه پیسې اخیستی وي، بلکي بده داده چې د افغان کریکیټ ټیم قیمت يې له ځمکې وویشت.

که چیرته افغان ولسمشر له مصلحه کار وانه خلی او په ډاډه زړه دې دوو څيرو ته جزا ور نکړي او ددغه عمل په بدل کې څارنوالۍ ته معرفي کړي نو ولس ته به دا تمه پیدا شي چي ګواکې حکومت د ولس ګټو ته ژمن دی، او که ولسمشر دا کار ونکړي نو ددې مطلب دا دی چې ولسمشر هم ملي ګټو ته ژمن ندی، ځکه د کرکیټ په ډګر کې ډير لوی خیانت شوي او د افغانستان ولس حق لري چې ددې پوښتنه وکړي