کور / راپور / په کندهار کي د داعش د جلب او جذب مسؤول نيول سوی دی

په کندهار کي د داعش د جلب او جذب مسؤول نيول سوی دی

تېره ورځ د کندهار چارواکو هغه ۱۹ کسيزه ډله رسنيو ته وښودل چي ددوی په وينا وسلوال طالبان او د داعش جنګيالي دي او افغان ځواکونو د څو ورځو په جريان کي نيولي دي.

په دغه ډله کي يو هم د داعش د جلب او جذب مسؤول ملاعبدالسلام وو، چي څه موده وړاندي کندهار ته راغلی وو.

د چارواکو په خبره، ملاعبدالسلام د کونړ اوسېدونکی دی او اوس د پاکستان په کراچۍ ښار کي اوسېدی.

د کندهار د امنيه قومندانۍ وياند عبدالناصر بارګزی وايي، ملاعبدالسلام چي اصلا د کونړ اوسېدونکی دی، په ختيځ ننګرهار کي د سل کسيزي داعش وسلوالي ډلي مشري هم ورتر غاړي وه او په دې وروستيو کي کندهار ته د وسلوالو د جلبولو لپاره راغلی وو.

ښاغلی بارکزی وايي، نوموړی په سپين بولدک کي د ډيورنډ کرښي څخه د اوښتلو پر مهال د افغان ځواکونو له لوري ونيول سو.

نوموړي زياته کړه:”نیول سوی ملاعبدالسلام اصلي دکونړ ولایت اوسیدونکی دی خو اوس د پاکستان په کراچۍ ښار کي اوسېده، دی په دې وروستيو کي کندهار ته راغلی و او د اعش لیکو ته یې وسله وال جلبول. نوموړی کراچی ښار ته تلی چي په سپین بولدک کي ونیول سو.”

په کندهار کي د داعش ډله د اولسي وګړو د عقدوي چلند سره چي ددغي ډلي سره ئې لري له امله  فعاليت نه لري، خو له دې وړاندي هم د جلب او جذب ځيني مسؤولين ئې نيول سوي دي.