امريکا د پاکستان پر ځينو شرکتونو او کمپنيو بنديزونه لګولي دي

Aziz Rahman Hazim | مې 14th, 2019


د امريکا د سوداګرۍ وزارت  د پاکستان ځيني شرکتونه او کمپينيو باندي سوداګريز بنديزونه لګولي دي .

امريکا وايي، چي د دغه بنديزونو څخه ئې هدف دا يقيني کول دي چي حساسه ټکنالوجي ددغه کمپنيو لاس  ته ونه لوېږي او د امريکا ملي امنيت ته خطر پېښ نه سي.

ددغه پاکستاني شرکتونو او کمپنيو نومونه لا تراوسه نه دي په ډاګه سوي.

د امريکا د سوداګرۍ وزارت وايي، چي ولسمشر ټرمپ په ټوله نړۍ کي هغه کسانو او کمپنيو ته خبرداری ورکړی دی، چي په يو نه يو ډول د ايران د سوداګريز سيسټم سره تړلي دي او په غیر قانوني توګه سوداګري مخ ته وړي.

امريکا په دې وروستيو کي تازه په تازه د ايران پر اوسپنه، المونيوم او نورو فلزي توکو چي د ايران د عائد لس سلنه جوړوي بنديزونه ولګول.

Copyright Larawbar 2007-2024